په هنګو ضلع کې پرله پسې دوه چاودنې شوې دي چې په کې د پولیسو د اپرېشن ایس پي اسد زبیر په ګډون درې پولیس اهلکار شهیدان شوي دي.
چاودنې د خیبر پښتونخوا د هنګو په بلیامینه سیمه کې شوې چې له امله یې ټول ښار سوګوار شوی دی. د لومړۍ چاودنې راپور له ترلاسه کېدو وروسته ایس پي اسد زبیر د پېښې ځای ته ورغلل. هماغه مهال د هغه د موټر ترڅنګ دوهمه زوروره چاودنه وشوه او ایس پي اسد زبیر، د هغه ساتونکی داود او ډرېور عاطف شهیدان شول.
سرچینې زیاتوي چې په چاودنو کې دوه نور پولیس سرتیري هم ټپیان شوي دي چې سمدستي د هنګو ډي ایچ کیو روغتون ته لېږدول شوي دي. د لومړۍ چاودنې پر مهال د غلمینه چیکپوستې سیمه کې یو کوټه نړېدلی و، خو د مرګ ژوبلې کوم راپور نه و ورکړل شوی.
د پېښې نه وروسته پولیس او امنیتي ځواکونه په پراخه کچه سیمې ته رسېدلي او لټون او پلټنې روانې دي. په ښار کې امنیتي حالت سخت لوړ شوی دی.



