به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

وفاقي کابينې په متفقه ډول د ترهګرۍ ضد قانون لاندې د تحريک لبيک پاکستان (TLP) تنظيم په غېر قانوني (بنديز لګېدلی) تنظيم بدلولو پرېکړه وکړه.

​دا پرېکړه د وزيراعظم په مشرۍ د کابينې په غونډه کې وشوه. په غونډه کې د ملک په کچه د دې تنظيم د تاوتریخوالي او ګډوډۍ خپرولو د فعاليتونو په اړه تفصيلي معلومات ورکړل شول. کابينې ته وويل شول چې دا تنظيم چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې فعال دی. په ملک کې يې شر او ګډوډي زياته کړې. چې له امله يې په مختلفو برخو کې تاوتریخوالي پېښ شوي دي.

​د پنجاب حکومت هم د دې تنظيم د کارونو په اړه خپله سپارښتنه (مشوره) کابينې ته وړاندې کړه.

​د دې معلوماتو او د پنجاب حکومت د سپارښتنو له کتنې وروسته، وفاقي کابینه په دې متفقه پرېکړه ورسېده چې TLP په ترهګرۍ او تاوتریخوالي کې لاس لري. نو، کابينې په ملک کې د امن او عامه حفاظت د ټينګښت لپاره، دغه تنظيم د غېر قانوني ګرځولو وروستۍ منظوري ورکړه.

نور ولولئ