به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

​د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان په کلاچي سیمه کې یوه لویه امنیتي پېښه شوې ده. د بدامنۍ له کبله جنجالي ده. نا معلومه وسله والو څلور کسان تښتولي او د هغوی ګاډی یې هم له ځان سره وړی دی.

 هغوي موبایل ټاورونو ته ډیزل ورکړی وو او بېرته روان وو. ​د معلوماتو له مخې، تښتول شوي کسان واجد، عرفان، وقار او عمران نومېږي. دوی څلور واړه، موبایل ټاورونو ته د ډیزل له ورکولو وروسته بېرته راتلل چې د کلاچي په څنډو کې نا معلومه وسله والو ودروول او وتښتول. تښتوونکو د دوی موټر هم له ځان سره یووړو.

​تراوسه د تښتول شوو کسانو په اړه هېڅ معلومات نشته او نه هم يوې ډلې یا تنظیم د دې پېښې ذمه واري منلې ده.

​د پولیسو لوی عملیات په کلاچي کې پیل شول

​له دې پېښې سمدستي وروسته، د ډېره اسماعیل خان پولیسو د ایس پي (SP) صدر ډویژن محمد نواب خان په مشرۍ، د کلاچي په سرکل کې یو پراخ “لټون او عملیات” پیل کړل.

​دا عملیات د ډسټرکټ پولیس افسر (DPO) ډېره سجاد احمد صاحبزاده په لارښوونه کېږي. چې پکې ایس ډي پي او (SDPO) کلاچي اسلم خان بلوچ، اېس اېچ او (SHO) بشیر احمد او نور پولیس شامل وو.

 پولیسو د کلاچي او هتهاله تاڼو په بېلا بېلو سیمو کې د مجرمینو او مطلوبو خلکو پر پټنځایونو چاپې ووهلې.

​د لټون په دغو عملیاتو کې پولیسو شاوخوا لس (۱۰) شکمن کسان ونیول او لسګونه کورونه یې ولټول او تصفیه یې کړل. د ډېره اسماعیل خان د پولیسو ویاند وایي، د دې عملیاتو مقصد په سیمه کې د سولې او نظم ټینګول او د مجرمینو ختمول دي.

نور ولولئ