به‌روزرسانی دربارهٔ2 hours ago

نائب وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر سینیټر محمد اسحاق ډار ویلي چې افغانستان یوازې نه شي پاتې کېدای او د دې هېواد د پایدارې سولې او ثبات لپاره باید د او آیی سی (OIC) غړي هېوادونه خپل رول ادا کړي.

​نوموړي دا خبره په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۸۰مې غونډې په څنډه کې د افغانستان په اړه د او آی سي د اړیکې ډلې په لومړۍ غونډه کې وکړه.

​د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خپور شوي بیان له مخې اسحاق ډار د او آی سي پر غړو هېوادونو ټینګار وکړو چې د افغانستان لپاره بې له شرطه بشري مرستې یقیني کړي، تجارتي او بانکي نظام بیا فعال کړي، سیمه ایزې اړیکې پراخې کړي او د خپلو نړیوالو ژمنو د پوره کولو لپاره د افغان چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

​نوموړي د هغو ترهګریزو ډلو په اړه هم ژوره اندېښنه څرګنده کړه چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي او ویې ویل چې دا ډلې د سیمې د سولې او امنیت لپاره ګواښ دي. هغه پر افغان چارواکو غږ وکړ چې د پولې پورې غاړې ترهګرۍ پر وړاندې دې کلک او د تایید وړ ګامونه پورته کړي.

​په بیان کې راغلي چې اسحاق ډار د پاکستان پر دریځ ټینګار وکړ او د افغانستان د ثبات لپاره یې د یوې لارې نقشې (روډمېپ) د جوړولو په خاطر د او آی سي د کارپوهانو د یوې کاري ډلې د جوړېدو وړاندیز وکړو. هغه وویل چې د پایدارې سولې لپاره اخلاص، متقابل درناوي او سیاسي ژمنتیا ته اړتیا ده.

نور ولولئ