د خیبر پښتونخوا په لکي مروت ضلع کې پولیسو، سی ټی ډی (CTD) او سیمه ییزې ولسي جرګې په یو ګډ عملیات کې یو ترهګر وژلی دی. د ډزو له سخت تبادلې وروسته د دې ترهګر نور ملګري په تیښته بریالي شوي دي.
دا عملیات وروسته له هغه وشول چې پولیسو ته د خیروخیل په غره کې د ۱۵ تر ۱۶ وسله والو ترهګرو د شتون په اړه خبر ورکړل شو. د لکي مروت د پولیسو مشر (DPO) نذیر خان تر څارنې او د غزني خیل د مرستیال پولیس مشر (DSP) حیدر علي خان په مشرۍ، پولیسو، ایلیټ فورس او زغروال ګاډو سیمه کلابنده کړه. د پولیسو او سیمه ییزې چغې ډلې سره د ترهګرو د نږدې نیم ساعت لپاره ډزې تبادله شوې.
د عملیاتو وروسته د په تلاشۍ کې د یوه ترهګر مړی وموندل شو. چې د هغه پیژندنه شوې ده. د هغه نامه هارون شاه ولد فرید اللہ شاه د ډیره اسماعیل خان اوسیدونکی وو.
د بنو د پولیسو سیمه ییز مشر (RPO) سجاد خان د خیروخیل د کلیوالو، د سولې کمیټې او چغې ډلې څخه مننه وکړه چې د پولیسو تر څنګ یې ودرېدل او د ترهګرو پر وړاندې یې په بریالي عملیات کې مرسته وکړه. هغه وویل چې د ولس د ډیرې مرستې دا ثابته کړه چې د هیواد د دښمنانو پر وړاندې ولس او پولیس یو ځای دي.
د خیبر پښتونخوا لوی پولیس مشر (IG) ذوالفقار حمید هم د لکي مروت د پولیسو زړورتیا او میړانه وستایله او ویې ویل چې دوی د خپلې سیمې د ترهګرو څخه د پاکولو لپاره له خپلو پولیسو سره دي.