وزیراعلیٰ بلوچستان میر سرفراز بگټي وویل چې د صوبې حکومت د مذهبونو ترمنځ د ورورولۍ او ملي یووالي د پیاوړتیا لپاره کار کوي. هغه دا خبره د نهې په ورځ په کویټه کې د بلوچستان د مذهبونو ترمنځ د ورورولۍ سیمینار ته په وینا کې وکړه.
په دې سیمینار کې د بلوچستان ګورنر شیخ جعفر خان مندوخیل، کمانډر بلوچستان کور لېفټیننټ جنرل راحت نسیم احمد خان، سنېټر دنیش کمار، د قامي اسمبلۍ غړو رمیش لال او درشن لال، د صوبې وزیرانو، د اسمبلۍ غړو او د بېلا بېلو مذهبونو استازو برخه اخیستې وه. د سیمینار برخه والو بنیان المرصوص عملیات یو تاریخي ګام وباله. چې په ملک کې یې د امن او ثبات لپاره لاره هواره کړه.
وزیراعلیٰ میر سرفراز بگټي په خپله وینا کې د اقلیتونو د ستونزو د ژر هوارولو لپاره د یوې خاص کمېټې د جوړولو اعلان وکړو. هغه وویل چې د دې ستونزو د هوارولو لپاره به یو غوره نظام جوړ شي. هغه دا هم وویل چې که چېرې د کوم مذهب په عبادت ځای څه ناجایزه قبضه وي نو په ۲۴ ساعتونو کې به یې خپلې ټولنې ته ور وګرځوي.
د بلوچستان ګورنر شیخ جعفر خان مندوخیل وویل چې امن او پرمختګ له ملي یووالي پرته شونی نه دی او حکومت په دې برخه کې کار کوي.
د سیمینار برخه والو د بلوچستان حکومت دا ګامونه وستایل او ویې ویل چې د داسې سیمینارونو په جوړولو سره به په ټولنه کې ورورولي زیاته او د ترهګرۍ خلاف به یو قوي بیان جوړ شي. د سیمینار په پای کې برخه والو د مذهبونو ترمنځ د لا زیاتې ورورولۍ د پیاوړتیا ژمنه وکړه او په دې اړه یې بېلا بېلې سپارښتنې هم وړاندې کړې.