به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

د باجوړ ضلعي پولیس افسر د شهداء د بچو لپاره د افطار پارټي جوړه کړې وه، چې پکې د باجوړ د شهداء بچو او د پولیسو افسرانو ګډون وکړ. په دغه افطار پارټي کښې د باجوړ ډپټي کمشنر شاهد علي، برېګېډیر سعد، او د ضلعي پولیس افسر وقاص رفیق په شمول د پولیسو افسرانو د شهداء د بچو سره یو ځای روژه ماته کړه.

پدې موقع ډسټرکټ پوليس آفسر وقاص رفيق اوويل چي د پوليس شهداؤ قرباني زمونږ دپاره قيمتي سرمايه ده . د دوئي د خاندان او کورنۍ فلاح او بهبود زمونږ اولنۍ ترجيح ده . مونږ به کله هم خپل شهيد شوي پوليس اتلان نه هيره وو.

په دغه روژه ماتي پارټي کې د هغو پولیسو افسرانو او سرتېرو ته هم بلنه ورکړل شوې وه چې په بېلابېلو پېښو کې ټپي شوي وو. د شهداء وارثانو د دې اقدام ستاینه وکړه او وویل.

د شهيدانو د کورنۍ يو غړي ذيشان چې د شهيد کواټر ماسټر فضل ربي ځوي دې پدې موقع اوويل چې مونږ د باجوړ پوليس اعلي چارواکو ډيره مننه کوو چې په تاريخ کې يي په اول ځل د باجوړ د پوليس شهيدانو کورنو ته دومره دراناوې ورکړو او د افطار پارټي د پاره يي راوبلل . مونږ طمع ساتو چي د شهيدانو دغه کورنۍ به دا ډيپارټمنټ کله هم نه هيره وي.

یاده دې وي چې دا لومړی ځل دی چې په باجوړ کې د شهداء د بچو لپاره ځانګړې افطار پارټي ترسره شوه، چې له دې سره د شهداء بچو ته حوصله ورکړل شوه. ضلعي پولیس افسر وقاص رفیق د شهداء کورنو ته ډاډ ورکړ چې د شهداء د کورنیو ملاتړ به دوام لري.

نور ولولئ