به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

د خیبر پښتونخوا آئي جي ذوالفقار حمید صوبایي حکومت ته لیکلي دي چې صوبې ته دې د سختې سیمې حیثیت ورکړلي شي او د پولیسو د افسرانو تنخواوې دې لوړې کړلي شي.

هغه په خپل لیک کښې چې وزیراعلیٰ علي امین ګنداپور ته یې لېږلی دي  ویلي دي چې خیبر پښتونخوا او بلوچستان له کورنیو او بهرنیو امنیتي ګواښونو سره مخ دي. هغه زیاته کړې چې په خیبر پښتونخوا کښې پولیسي د بلوچستان په څېر سخته ده.

حمید ویلي دي چې له هغه وخته چې بلوچستان سخته سیمه اعلان شوې ده. همدغه درجه بندي باید په خیبر پښتونخوا هم عملي شي ځکه چې دا صوبه له مهمو امنیتي ننګونو سره مخ ده.

د پولیسو مشر شکایت کړی چې د خیبر پښتونخوا پولیسو افسرانو د ترهګرۍ پر ضد جګړه کښې ډېرې قربانۍ ورکړي دي خو د نورو صوبو حتی بلوچستان په پرتله هم کمی تنخواګانی ترلاسه کوي.

هغه زیاته کړې چې د تنخواو کموالی د خیبر پښتونخوا پولیسو په صفونو کښې د اندېښنې او ناخوښۍ سبب شوی دی. د پولیسو مشر لیکلي دي چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کښې د پولیسو زړورتیا او تجربه دا یو بې ساری ځواک ګرځوي.

د پولیسو مشر زیاته کړې چې د هغه د وړاندیز شوي معاشونو زیاتوالی به پر خزانه څه باندې ۲۰۱ میلیونه روپۍ لګښت راولي.

نور ولولئ