به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

په پېښور کښې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې د یو سړی پنځو کالونو بندی کولو حکم وکړ. وروسته له هغې چې هغه د یوې ترهګرې ډلې سره د مالي مرستې او فنډونو راټولولو په جرم مجرم وپیژندل شو.

د ترهګرۍ ضد محکمې قاضي ولي محمد خان هغه سړی، چې خان محمد نومېږي او د یکشنبې په ورځ په مردان کښې د ترهګرۍ ضد څانګې نیولی وو او هغوئي ته ئي سزا واوروله.

محمد د مومندو اوسېدونکی دی او د جماعت الاحرار په نوم د یوې منع شوې ډلې لپاره یې پیسې ټولولې. چارواکو له هغه څخه ۳۴۵۰۰۰ روپۍ او یو هونډا ۱۲۵ سي سي موټرسيکل هم ترلاسه کړل.

له محمد څخه یو شمېر دولت ضد پاڼې هم ترلاسه شوې دي. هغه په ترهګرو ته د پناه ورکولو او خلکو ته د جماعت الاحرار سره د یوځای کیدو بلنه هم تورن شوی و.

پلټنو وښودله چې هغه د شبقدر له بازاره د هُنډۍ له لارې ترهګرو ته پیسې لیږدولې.

محکمې د باور وړ شواهدو له موندلو وروسته محمد ته د پنځو کالونو بند سزا واوروله. هغه ته د جریمې د ورکولو او د نه ورکولو په صورت کښې د شپږو نورو میاشتو بند سزا هم ورکړل شوې ده.

دا نیول او سزا ورکول په داسې حال کښې کیږي چې په هیواد کښې د ترهګریزو بریدونو نوې څپه راپورته شوې ده. په اسلام آباد کښې د پاکستان د شخړو او امنیت مطالعاتو انسټیټیوټ (PICSS) په وینا په فروري میاشت کښې ۷۹ ترهګریز بریدونه شوي وو چې له امله یې ۵۵ ملکي وګړي او ۴۷ امنیتي سرتیري وژل شوي دي. په همدې موده کښې امنیتي ځواکونو ۱۵۶ ترهګر وژلي دي.

نور ولولئ