لږ تر لږه ۵۰ تنه افغان ماشومان چې ویل کیږي چی ده سمګلنګ په فعالیتونو کښې ښکیل وو. د تورخم له لارې بیرته افغانستان ته واستول شول. په دغو ماشومانو کښې چې په غیر قانوني توګه یې د پولې اغزن تارونه تیر کړي وو، هلکان او نجونې دواړه شامل وو.
د راپورونو له مخې هره ورځ تر ۷۰۰ زیات ماشومان هڅه کوي چی له پولې تیر شي.
په پیل کښې د پاکستان د بهرنیو اتباعو د قانون له مخې د احتمالي قانوني اقداماتو سره مخامخ نیول شوي ماشومان وروسته له هغې خوشې شول چې یوې قبایلي جرګې مداخله وکړه. جرګې د روژې د مبارکې میاشتې او د نیک نیت د روحیې په دلیل د هغوی د ایستلو زمینه برابره کړه.
د لنډي کوتل د SHO عدنان افریدي په وینا د تورخم له لارې پاکستان ته د افغان ماشومانو غیر قانوني ننوتل یوه تکراري ستونزه ګرځیدلې ده. هغه څرګنده کړه چې دا ماشومان اکثرا په ناخبرۍ کښې د نشه یي توکو او احتمالي تخریبي موادو په ګډون ده سمګلنګ په عملیاتو کښې کارول کیږي. د پولې د تیریدو هڅې یې ډیری وختونه د اغزن تارونو د خرابولو لامل کیږي.
ښاغلي افریدي د بهرنیو اتباعو د قانون له مخې د محاکمې قانوني بنسټونو ته په اشارې سره د جرګې مداخله او د قانوني تعقیب پر ځای د ماشومانو د ایستلو پریکړه روښانه کړه. هغه ټینګار وکړ چې څو ځله خبرداری ورکړل شوی دي خو افغان حکومت د دې مسلې په حل کولو کښې زړه نازړه و. چې له امله یې ماشومان د موټرو په شمول د پیښو له خطر سره مخ دي.
د تحصیل چیئرمین شاه خالد شینواري په غیرقانوني کارونو کښې د ماشومانو استعمال وغندلو او دا یې په اخلاقي او قانوني لحاظ د منلو وړ نه وبلو. هغه له مور او پلارونو چخه وغوښتل چې د خپلو ماشومانو تعلیم او راتلونکي وخت ته دې ترجیح ورکړي. نه دا چې هغوی په داسې خطرناکو او غیرقانوني کارونو کښې ښکیل کړي.
د قبایلي جرګې غړي ملک تاج الدین شینواري د پولیسو او فرنټیر کور شمالي څخه د هغوی د همکارۍ او د جرګې فیصلې ته د احترام کولو له امله مننه وکړه. چې ماشومانو ته یې له بندي کېدو پرته د هېواد څخه د ایستلو اجازه ورکړه.
په دې غونډه کښې د ګمرکونو د صفایي اجنټانو د ټولنې استازو هم ګډون کړی وو. چې په هغوی کښې صدر مجیب شینواری او ذاکر شینواری هم شامل وو.
د تورخم پوله په دې وروستیو کښې وروسته له هغې پرانیستل شوه چې نږدې یوه میاشت د پاکستان له خوا په صفري نقطه کښې د افغان ځواکونو لخوا د پوسټو جوړولو په اړه د اعتراض له امله تړل شوې وه.