به‌روزرسانی دربارهٔ4 hours ago

د کرملین ویاند ډیمټري پیسکوف د دوشنبې په ورځ وویل چې روسیه چمتو ده له ایران سره هر ډول مرسته وکړي. خو دا په دې پورې اړه لري چې ایران کومو مرستو ته اړتیا لري.
پیسکوف خبریالانو ته وویل چي هر څه په دې پورې اړه لري چې ایران څه ته اړتیا لري. هغه د مثال په توګه د منځګړیتوب وړاندیز یاد کړ او ویې ویل چې دا له ایران سره د روسیې د ملاتړ یوه څرګنده بیلګه ده.
پیسکوف ټینګار وکړ چې روسیه د ایران او اسراییلو روانه جګړه په ښکاره توګه غندي او دا د تهران لپاره د دوی د ملاتړ یوه مهمه بڼه ده. هغه زیاته کړه چي مونږ خپل دریځ څرګند کړی دی. دا هم د ایران لپاره د ملاتړ یوه ډېره مهمه څرګندونه او بڼه ده.
پیسکوف دا هم وویل چې ایران د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوټین او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ترمنځ په وروستیو خبرو کښې یو مهم بحث و.
د کرملین دا بیان په روانه جګړه کښې د ماسکو او تهران ترمنځ د همکارۍ او ملاتړ ژوریدل په ګوته کوي.
دا پرمختګ وروسته له هغه کیږي چې امریکا په ایران کښې درې ایټمي بټۍ، د فورډو په نوم پیاوړې فابریکه هم پکې شامله ده، بمبارد کړې. که څه هم ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بشپړې ویجاړتیا ادعا وکړه. ایران وايي چې دې فابریکو ته یوازې لږ زیان رسیدلی دی.

نور ولولئ