د دوشنبې په ورځ په ایران کښې پر ایټمي تاسیساتو د امریکا له هوايي بریدونو وروسته د تیلو بیې لوړې شوې او د آسیا بازارونه راوغورځېدل. دې کار د نړۍ د انرژۍ بازارونو کښې د احتمالي خنډونو په اړه اندېښنې راپورته کړې.
په پیل کښې د برنټ او ویسټ ټیکساس انټرمیډیټ (WTI) خام تیلو قیمتونه له څلورو سلنې څخه زیات لوړ شول او له جنوري راهیسې خپلې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېدل. خو وروسته هر یو شاوخوا ۲.۱ سلنه لوړ پاتې شول. برنټ خام تیل ۷۵.۴۳ ډالرو ته ورسېدل. په داسې حال کښې چې WTI ۷۸.۶۴ ډالرو ته ورسېدل.
دغو بریدونو چې ایران یې په منځني ختیځ کښې د امریکا پر اډو د غچ اخیستو ګواښ ته اړ کړ. په سیمه کښې د جګړې د زیاتیدو ویره نوره هم زیاته کړه. د MUFG اقتصاد پوهانو د پام وړ ناڅرګندتیا او د تیلو په بیو کښې د ۱۰ ډالرو په هر بیرل کښې د زیاتوالي احتمال خبرداری ورکړ چې دوی یادونه وکړه چې دا به ډیری آسیايي اقتصادونو ته چې په زیاته اندازه د انرژۍ په وارداتو تکیه کوي. ده به منفي اغیزه وکړي. د آسیا بازارونو دا اندیښنه په ډاګه کړه. چي د ټوکیو نیکي شاخص ۰.۶ سلنه راټیټ شو. د هانګ کانګ هانګ سینګ ۰.۴ سلنه راټیټ شو او د سیول کوسپي ۰.۷ سلنه راټیټ شو.
په داسې حال کښې چې د امریکا دفاع وزیر پیټ هیګسیټ دا بریدونه د ایران ایټمي پروګرام ته ویجاړونکي وبلل. د زیان اندازه لاهم څرګنده نه ده. شنونکو یادونه وکړه چې ایران کولی شي د هرمز تنګي (چې د تیلو لپاره یوه مهمه سمندري لاره ده) د ګډوډولو په اړه ناڅرګندتیا رامنځته کولو سره حتی تر تړلو پرته نړۍ ته اقتصادي زیان ورسوي.
مخ په زیاتیدونکی وضعیت او د نورې جګړې احتمال په نړیوالو تیلو بازارونو او پراخو مالي بازارونو کښې بې ثباتي رامنځته کوي.