د میانوالي د ترهګرۍ ضد څانګې (CTD) په عملیاتو کښې لږ تر لږه درې ترهګر ووژل. په سیمه کښې یې د لویو ترهګریزو بریدونو پلانونه شنډ کړل.
د CTD د یوې خبرپاڼې له مخې دا عملیات د میانوالي په رحماني خېل موړ سیمه کښې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شول.
ترهګرو د CTD پر ټیم ډزې وکړې. چې د CTD ټیم هم ځوابي ډزې وکړې. د نښتې په ترڅ کښې درې ترهګر د خپلو ملګرو په ډزو ووژل شول. خو CTD زیاته کړه چې شپږ نور ترهګر وتښتېدل.
CTD د وسله والو له قبضې څخه چاودیدونکي توکي، دوه ټوپکونه او مرمۍ هم ترلاسه کړ.
ویل کیږي چې ترهګرو په سیمه کښې پر پولیسو پوستو د برید پلانونه بشپړ کړي وو. د پاتې ترهګرو د نیولو لپاره عملیات روان دي.
ویندوی نور وویل چې د پنجاب د ترهګرۍ ضد څانګه په کلکه د یو خوندي پنجاب هدف ته ژمنه ده او د ترهګرۍ جرړې ایستلو ته ژمنه ده.