پاکستان د هند د لومړي وزیر نریندر مودي هغه څرګندونې رد کړې چې پاکستان یې له ترهګرۍ سره تړلی و. او ویې ویل چې دا د هند تر ولکې لاندې کشمیر کښې د هند د پالیسیو څخه د پام اړولو هڅه ده.
د بهرنیو چارو وزارت پوره وینا دا وه:
پاکستان په راجستان کښې د هند د لومړي وزیر وروستۍ بې بنسټه پاروونکې او غیر مسؤلانه ادعاوې په کلکه ردوي.
دا څرګندونې چې له تحریف، غلط تعبیر او پاروونکو خبرو ډکې دي. په ښکاره ډول د محدودو سیاسي ګټو لپاره په سیمه کښې د کړکیچ زیاتولو په موخه دي.
دا ډول څرګندونې نه یوازې د خلکو ګمراه کولو یوه قصدي هڅه ده. بلکې د مسؤلانه دولتي چلند له اصولو څخه هم سرغړونه کوي. د یو خپلواک ملت پر وړاندې د ګواښونو او نظامي اقدام په اړه ویاړل د ملګرو ملتونو له منشور او د نړیوال قانون له اصولو څخه لویه سرغړونه ده. دا خطرناکه تګلاره سیمه ایزه سوله او ثبات له ګواښ سره مخ کوي.
پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې په نړیواله مبارزه کښې یو ثابت او فعال شریک دی. هر ډول اشاره چې پاکستان له ترهګریزو کړنو سره وتړي. له حقیقت څخه لرې او په ښکاره توګه ګمراه کوونکې ده. دا یو داسې تاکتیک دی چې ډیری وختونه د هند له خپلو داخلي ننګونو او همدارنګه په ناقانونه توګه د هند تر ولکې لاندې جمو او کشمیر (IIOJK) کښې د هغې له ظالمانه پالیسیو څخه د پام اړولو لپاره کارول کیږي.
د هند لخوا د خپلو جدي بشري حقونو سرغړونو پټولو هڅې د نړیوالې ټولنې لخوا په ښه توګه مستند شوي او پیژندل شوي دي. د کشمیري خلکو کړاوونه او د ځان پریکړې لپاره د هغوی عادلانه مبارزه د تیري کوونکو خبرو او سیاسي انحراف لخوا نشي پټیدای.
پاکستان له هندي مشرتابه غواړي چې مسؤلیت او اعتدال وښيي. لمسوونکي بیانونه او جنګي حالت یوازې د تاو تریخوالي زیاتولو پرته بله کومه موخه نه لري. هند باید د جعلي کیسو او ټاکنیزو موخو لپاره د جنګي بیانونو پرځای د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې د پخوانیو شخړو په حل کولو کښې خپله هوښیارتیا وښيي.
پاکستان په سوله ایز ګډ ژوند، سیمه ایز ثبات او رغنده ښکیلتیا ټینګ ولاړ دی. خو د سولې لپاره زمونږ هیله باید کمزوري ونه ګڼل شي. د پاکستان خلک او پوځ په بشپړ ډول د هیواد د حاکمیت او ځمکني بشپړتیا دفاع ته چمتو او وتوان دي.
هر ډول تیروتنه یا تیری به په قوي او متناسب ځواب سره مخ شي. پاکستان په تیرو وختونو کښې خپله اراده ښودلې او که اړتیا وي نو بیا به یې وښيي.
نړیواله ټولنه باید د هند جګړه ایز دریځ او له کرکې ډکو بیانونو ته جدي پام وکړي چې سیمه ایزه سوله ګواښي. د سویلي ایشیا د ثبات ساتلو لپاره دا اړینه ده چې د داسې بیانونو او کړنو مخه ونیول شي. د جګړې ستاینه هیچا ته ګټه نه رسوي او د تلپاتې سولې لاره په خبرو اترو، متقابل درناوي او نړیوال قانون په مراعاتولو کښې ده.