د مرکزي کرم په ضلعي کې د دایمي سولې د ټینګښت او د سخت دریځو عناصرو د مخنیوي لپاره، د پاکستان پوځ د سیمه ییزو مشرانو سره مهمې جرګې جوړې کړې. په دې جرګو کې، د پوځ لوړ پوړو چارواکو په امنیتي وضعیت باندې تفصیلي خبرې وکړې او سیمه ییزو مشرانو د قانون پلي کوونکو ادارو سره د پورا مرستې باور ورکړو.
د جزیاتو له مخې، د کرم په غاخی پاس سیمه کې د پوځ لوړ پوړو چارواکو د اهل تشیع ګودر سیمې د مشرانو سره یوه مهمه جرګه جوړه کړه.
سیمه ایزو سرچینو په وینا، بریګېډ کمانډر په واضح ډول پیغام ورکړو چې په هیڅ صورت کې به سخت دریځو ته اجازه ورنکړل شي چې سیمې ته داخل شي او یا ورته سهولت ورکړل شي.
سیمه ییزو مشرانو په سیمه کې د امن او نظم د ټینګښت لپاره د هرې ممکنې ونډې اخیستلو ژمنه وکړه او د قانون پلي کوونکو ادارو سره یې د مکملې همکارۍ باور ورکړو.
په مناتو کې د بهته اخیستنې هڅې په اړه بیړنۍ جرګه
په همدې لړ کې، د مناتو تحصیل په مزرینه سیمه کې د پوځي چارواکو او د زنګي، تندوري او شغې کلیو د مشرانو یوه بیړنۍ جرګه د نهې (سه شنبې) په ورځ جوړه شوه.
سیمه ییزو سرچینو وویل چې دا جرګه د یوې ناقانونه ډلې لخوا د بهته اخیستنې هڅې او د یوه قراردادي (کنټرکټر) د موټر او ټراکټور د ناقانونه نیولو وروسته رابلل شوې وه.
سرچینو وویل چې پوځي چارواکو مشرانو ته په کلکه لارښوونه وکړه چې په هیڅ صورت کې ناقانونه عناصرو ته پناه، خواړه یا د تګ راتګ سهولت ورنکړي. په مشرانو ټینګار وشو چې په کلي کې په خپله کچه جرګې جوړې کړي او خلک د نه همکارۍ له پالیسۍ خبر کړي.
په دې موقع، مشرانو د قانون پلي کوونکو ادارو سره د پورا مرستې ژمنه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې د قراردادي موټرونه بیرته ورکولو کې رول ولوبوي.
دا اقدامات ښیي چې د پاکستان پوځ او سیمه ییز مشران په مرکزي کرم کې د اوږد مهاله سولې لپاره ګډ کار کولو ته ژمن دي ترڅو د سخت دریځو عناصرو فعالیتونه په مکمل ډول ودرول شي.