به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

​په نړیوال مارکیټ کې د چټک کمښت وروسته، د سرو زرو محلي بیې هم د شورو (چهار شنبې) په ورځ خپل د کمېدو بهیر ته دوام ورکړو. دا کمښت په داسې حال کې ثبت شو چې د پیرودونکو تقاضا سسته پاتې شوه.

​د شورو (چهار شنبې) په ورځ، د لسو ګرامو سرو زرو په بیه کې د ۶،۴۶۳ روپیو لوى کمښت راغی. چې نوې بیه یې ۳۷۴،۹۶۷ روپۍ شوه. په همدې ډول، د یوه توله سرو زرو بیه هم ۷،۵۳۸ روپۍ راکمه شوه او ۴۳۷،۳۶۲ روپیو ته ورسېده.

نړیوال او سیمه ایز بدلونونه

​د آل پاکستان صرافه جیمز او جیولرز ایسوسی ایشن (APSGJA) په وینا، په نړیوال مارکیټ کې د سرو زرو د یوه اونس بیه ۸۵ ډالره کمه شوې او ۴،۱۵۰ ډالرو ته رسېدلې ده. د تېرې جمعې راهیسې، په نړیوالو بیو کې په ټولیزه توګه په فی اونس ۲۰۸ ډالره کمښت راغلی. چې په پایله کې یې په کورني مارکیټ کې د یوه توله سرو زرو بیه ۱۹،۵۳۸ روپۍ کمه شوې ده.

​د مارکیټ یوه کارپوه میډیا ته خپلو خبرو کي وویل چې د بیو له دې کمښت سره سره، د پیرودونکو تقاضا نه ده زیاته شوې. هغه یادونه وکړه چې د ودونو د موسم له روانېدو سره سره هم پیرودونکي په زیات شمېر مارکیټ ته نه راځي. د کارپوه په وینا، کله چې د سرو زرو بیه ۴۰۰،۰۰۰ روپۍ فی توله شوه، نو تقاضا کمېدل پیل شوه. هغه وویل: “د دې وروستي کمښت سره سره، ډیری خلک لا هم د سرو زرو پیرودلو توان نه لري.” هغه زیاته کړه چې د یوه توله زیور سیټ اوس نږدې ۴۵۰،۰۰۰ روپیو کې شتون لري، چې د عادي مصرف کوونکي له وسه وتلې ده.

نړیوال وضعیت او پانګوال

​د رویټرز خبري اېجنسۍ په وینا، په نړیواله کچه د سرو زرو بیې د شورو (چهار شنبې) په ورځ نږدې دوه اونۍ تر ټیټې کچې ته راکښته شوې. ځکه پانګوالو د امریکا د انفلاسیون (انفلیشن) د مهمو شمیرو له خپرېدو مخکې خپلې ګټې (منافع) بک کړې. د  نهې (سه شنبې) په ورځ، بیو په تیرو پنځو کلونو کې تر ټولو لویه یو ورځنۍ راکښته کېدنه ثبت کړه. وروسته له دې چې ۴،۳۸۱.۲۱ ډالره فی اونس ریکارډ لوړې کچې ته رسېدلې وې.

​د سرو زرو بیې سږ کال تر دې دمه ۵۴ سلنه لوړې شوې دي. چې لوی لاملونه یې جیوپولټیکل تاوتریخوالی، اقتصادي ناڅرګندتیا، د امریکا د سود نرخونو کمېدو تمې، او په (Exchange Traded Funds) ETFs کې قوي پانګونه ده.

​د صنعت او پانګوالو په اړه نظر

​مارکیټ کارپوه په ګوته کړه چې د سرو زرو لوړو بیو او د زیوراتو کمزورې تقاضا د تولید واحدونه (مینوفیکچرنګ یونټونه) سخت اغېزمن کړي دي. هغه وویل چې نږدې ۶۰ سلنه واحدونه د خپلو عملیاتو دوام کې له ستونزو سره مخ دي، پداسې حال کې چې پاتې نورو د فرمایشونو د کمېدو له امله د خپلو کارکوونکو شمیر کم کړی دی.

​د پانګوالو په اړه، کارپوه وویل هغه کسان چې مخکې یې د سرو زرو امساګانې او سکې پېرلي وې اوس له نورو پیرودلو ډډه کوي او “وګورئ او انتظار وکړئ” تګلاره یې غوره کړې ده. هغه د راتلونکو بیو په اړه له هر ډول وړاندوینه کولو څخه ډډه وکړه او ویې ویل چې بیې به تر ډیره حده په نړیوالو عواملو، پشمول سیاسي پرمختګونو پورې تړلې وي.

نور ولولئ