به‌روزرسانی دربارهٔ2 hours ago

​جنوبي افریقه په راولپنډۍ کې دویمه ټیسټ لوبه وګټله او دوه سیریزه لوبه یې له پاکستان سره په ۱-۱ مساوي کړه. د میلمه ټیم په دې بریا کې د سپنر بالر سایمون هارمر ډېر مهم رول وو. هغه د لوبې په څلورمه ورځ د پاکستان د لوبغاړو منځ ته ور ننوتل او ډېر لوبغاړي یې وسوځول.

​د پاکستان مخکینی کپتان بابر اعظم ښه بېټینګ وکړو او ۶۶ رنژ  یې جوړ کړل ترڅو خپله لوبډله وژغوري، خو هارمر هغه هم وسوځاوه او د پاکستان مقابله یې ختم کړه. له دې وروسته، نورو لوبغاړيو ښه رول و نه لوبولو او پرلپسې وېکټې غورځېدلې.

​د جنوبي افریقی سایمون هارمر په دویمه پاڼۍ کې ۶ وېکټې واخیستې او خپله زړه راښکونکې کارکردګي یې وښودله، په داسې حال کې چې کېشاو مهراج هم مهمې وېکټې واخیستې ترڅو د پاکستان ماتې یقیني کړي.

​تر دې وړاندې، جنوبیي افریقه په لومړۍ پاڼۍ کې ۴۰۴ رنز  جوړ کړل او په پاکستان یې ۷۱ رنز برتري ترلاسه کړه. په دې کې سینوران متوسامي ۸۹ ناسوځېدلې رنز او کاګیسو رباډا د خپل ژوند ۷۱ غوره منډې جوړې کړې.

​د پاکستان له لوري نوی لوبغاړی آصف آفریدي یو ځلیدونکی ستوری وو، چا چې په لومړۍ لوبه کې ۶ وېکټې (۶-۷۹) واخیستې او په ډېر عمر کې د ډېبیو کوونکي سپنر په توګه یې ریکارډ جوړ کړو. خو د هغه دا ښه کوښښونه بریالي نه شول، ځکه چې د جنوبیي افریقه لاندې بېټسمینانو ښه لوبه وکړه او برتري یې وساتله.

​په دې بریا سره، جنوبیي افریقه سیریز برابر کړو. دوی په لومړۍ ټیسټ کې په ۹۳ رنزونو له ماتې وروسته ښه راستنیدنه وکړه. د میلمه ټیم دا بریا د هارمر د سپن بالینګ او متوسامي د سخت کار له امله ممکنه شوه، او دې لوبې د پاکستان فرصتونو ضایع کول او په بېټینګ کې ناکامي هم په ګوته کړه.

نور ولولئ