به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

په اسلام آباد کې د ملي جرمونو ادارې (NCCIA) پر شاندانه ګلزار خان د سایبر جرمونو قانون څخه د سرغړونې په تور رسمي مقدمه (کیس) ثبت کړی. چې د قومي اسمبلۍ غړې ده.

 پر نوموړې سخت تور دی چې پر ټولنیزو رسنیو یې د دولت مخالف او نفرت پاروونکي مواد خپاره کړي دي.

​د پولیسو سرچینو په حواله، پر شاندانه ګلزار خان د ۲۹۶/۲۰۲۵ نمبر مقدمه درج شوې ده. پلټنو ښودلې چې نوموړې په پرله پسې ډول د “ایکس” (پخواني ټویټر) په نامه ټولنیزې رسنۍ له لارې جعلي او ګمراه کوونکي مواد خپرول.

​په خپرو شویو موادو کې د دولتي ادارو خلاف نفرت پاروونکي او احساساتي څرګندونې شاملې وې.

 تور پورې شوی چې د دغو ټویټونو او ویډیوګانو له لارې په قصدي توګه توکمیز او ژبنیز نفرت ته لمن وهل شوې ده.

​په مقدمه کې یو بل ډېر حساس تور هم شامل دی. چې وایي شاندانه ګلزار خان د پاکستان د وزیراعظم په اړه یوه جعلي انځور او غلط معلومات خپاره کړي وو. په دې دروغجن خبر کې تور پورې شوی و چې وزیراعظم محمد شهباز شریف د اسرائیل له لومړي وزیر سره کتلي دي.

​پلټونکې ادارې وایي چې د دغه ډول دروغو او ګمراه کوونکو موادو خپرولو هڅه شوې ترڅو په خلکو کې وېره، بې آرامي او د دولتي ادارو پر وړاندې بې باوري رامنځته شي. چې دا د هېواد د سولې او نظم لپاره خطر دی.

​څېړنو ثابته کړې چې تورنې په قصدي ډول د “جعلي خبرونو” له لارې د دولت خلاف خبرو ته پرمختګ ورکړی. پر همدې اساس، پر نوموړې د (PECA) ۲۰۱۶ قانون د ۱۱، ۲۰ او ۲۶-A برخو لاندې مقدمه ثبت شوې ده.

​این سي سي آیی ای وایي چې د دغه دولت خلاف کیمپین تر شا د نورو عناصرو او مرسته کوونکو د موندلو لپاره لا نورې پلټنې کوي او په نږدې راتلونکي کې په دې اړه د لا پرمختګ تمه کېږي.

نور ولولئ