د افغانستان د اوبو او برېښنا وزیر مولوي عبداللطیف منصور د کونړ پر سیند د بند د جوړولو په اړه د حکومت د هوډ د بیا ټینګار ترڅنګ ویلي چې دغه پروژه به پاکستان ته هېڅ ډول زیان ونه رسوي او په بنسټیز ډول به د افغان پانګونې پر مټ پر مخ یووړل شي.
منصور په یوه غږیز پیغام کې څرګنده کړه چې وزارت د دې پروژې د عملي کولو لپاره جدي هوډ لري او له ګڼو کورنیو شرکتونو سره خبرې روانې دي. هغه وویل چې ځینې بهرني شرکتونه خبرې پیلوي، خو وروسته بې له کوم واضح ځواب څخه شاته کېږي.
د افغان پانګوالو جلب او جذب ته لومړیتوب
منصور وویل:
“موږ هوډمن یو. له ګڼو شرکتونو سره مو پرمختګ کړی، خو له بده مرغه ځینې راشي، خبرې کوي او بیا بې له مثبت یا منفي ځواب ورکولو ورکېږي.”
هغه زیاته کړه:
“که اسلامي امارت خپله دغه پروژه پر مخ یووړای شي، نو په خپلواکه توګه به یې عملي کړو. که دا کار ممکن نه وي، نو نورې لارې به ولټوو. اوږدو ځنډونو ته چمتو نه یو.”
د وزیر په وینا، داسې طرحه چمتو کېږي چې افغان پانګوال دې پروژې ته وهڅوي، څو هم دوی ته ګټه ورسوي او هم د هېواد د اوبو او انرژۍ سکتور پیاوړی کړي.
پاکستان ته د زیان نه رسېدو ډاډ
مولوي عبداللطیف منصور ټینګار وکړ چې د بند له امله به د سیند بهیر نه بدلوي او نه به پر ګاونډیو هېوادونو کوم منفي اغېز ولري.
هغه وویل:
“دا د افغانستان اوبه دي او باید د خپل هېواد په ګټه ترې استفاده وشي. اندېښنې ته اړتیا نشته. د مطالعاتو له مخې دا پروژه هېڅ اړخ ته زیان نه رسوي. آن د پخواني حکومت پر وخت هم پاکستان له دې پروژې سره موافقه کړې وه او د هغوی متخصصانو ویلي وو چې د ضرر اندېښنه نه شته.”
تمه کېږي چې د کونړ سیند بند به په ختیځ افغانستان کې د اوبو د مدیریت د ښه والي، د کرنیزې ودې او د انرژۍ د تولید د پراختیا لامل شي.
اندېښنې او د سیمې وضعیت
له دې وړاندې د افغان حکومت مشر هبتالله اخوندزاده د کونړ پر سیند د بندونو د چټک جوړولو امر کړی و. د اوبو او برېښنا وزیر ویلي چې افغانستان د خپلو اوبو د مدیریت په اړه بشپړه ملي واکمني لري.
کونړ سیند د کابل سیند سره یوځای کېږي او وروسته د خیبر له لارې د سند حوزې ته ننوځي. د متخصصانو په باور، په افغانستان کې د دې سیند پر سر د بندونو جوړول کېدی شي په پاکستان کې د اوبو په بهیر باندې اغېز ولري.



