پاکستان د فرانسې، بریتانیې، اسټرالیا، کاناډا او پرتګال په شمول د لوېدیځو هېوادونو د پرېکړې هرکلی وکړو چې فلسطین یې د یو خپلواک هېواد په توګه وپېژانده. دا اعلان په داسې وخت کې وشو چې وزیراعظم شهباز شریف په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۸۰مه غونډه کې د ګډون لپاره هلته و. هغه به په خپله وینا کې د کشمیر او فلسطین مسلې راپورته کړي.
وزیر اعظم شهباز شریف به په نیویارک کې د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ او نورو کلیدي مسلمان مشرانو سره په یوه مهمه څو اړخیزه غونډه کې هم ګډون وکړي. دا غونډه په غزه کې د اسرائیل د روانو بریدونو په اړه د نړیوالې اندېښنې په زیاتېدو سره ترسره کېږي. د وایټ هاوس په وینا په دې غونډه کې به په غزه کې د سولې او له جګړې وروسته د حکومتولۍ په اړه پر وړاندیزونو خبرې وشي.
د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر اسحاق ډار په یوه نړیوال کانفرنس کې له ټولو هېوادونو وغوښتل چې فلسطین په رسمیت وپېژني. هغه وویل چې دا کار به د نړیوالو قوانینو سره سم د یوې عادلانه او دوامداره سولې لپاره یو مهم ګام وي. پاکستان له ۱۹۸۸ کال راهیسې فلسطین د یو هېواد په توګه پېژندلی او په ملګرو ملتونو کې یې د بشپړ غړیتوب غوښتنه کوي. پاکستان په غزه کې د سمدستي او بې قید او شرط اوربند غوښتنه هم کوي.