د کویټې د ترهګرۍ خلاف محکمې سي ټي ډي د (BLA) سره په تړاو کښې میر خان لهري ونیولو. د څېړنو لپاره سي ټي ډي (CTD) ته پنځه ورځې فزیکي ریمانډ لپاره ورکړی شوی وو.
لهري نن محکمه کښې حاضر شو او CTD له محکمې د نورو تحقیقاتو لپاره د هغه د ریمانډ غوښتنه وکړه. د باوري سرچینو په وینا نیول شوي شکمن له اسلام آباد انټرنیشنل اسلامک یونیورسټي څخه د قانون په برخه کښې سند ترلاسه کړی او په بلوچستان کښې یې د څارنوال په توګه کار کاوه.
چارواکي ادعا کوي چې لهري د دولتي معاش تر اخیستلو سره سره ترهګرو ته اسانتیاوې برابرولې او د دولت خلاف فعالیتونو کښې یې لاس لرلو. پلټونکي ادعا کوي چې هغه په فعاله توګه د BLA سره تړلی و او د پخوا نیول شوي شکمن ډاکټر عثمان قاضي نژدې ملګری و. CTD به له لهري څخه د هغه د نيټ ورک او ملګرو د موندلو لپاره لا نورې پوښتنې وکړي.