د وزیر اعظم معاون او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د خالي (شنبې) په ورځ بنګله دیش ته لاړو. دا سفر له دیارلسو کلونو وروسته ډهاکه ته د پاکستان د بهرنیو چارو د یوه وزیر لومړنی رسمي سفر دی. د ډار سفر د بنګله دیش د حکومت په بلنه شوی دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.
د بهرنیو چارو وزارت دا سفر یوه مهمم ګام بللې او د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو لپاره یې په تازه ژمنې ټینګار کړی دی. د دوه ورځني (۲۳ او ۲۴ اګست) سفر په ترڅ کښې به ډار د بنګله دیش له مهمو چارواکو لکه د لوړپوړي سلاکار پروفیسر محمد یونس او د بهرنیو چارو سلاکار توحید حسین سره وګوري. په دغو لیدنو کښې به په بېلابېلو موضوعاتو لکه دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو مسایلو خبرې وشي.
دا سفر په داسې حال کښې کېږي چې د پاکستان او بنګله دیش اړیکې له یوې ترینګلې دورې وروسته ښه کېږي. تېر کال د سمندري سوداګرۍ بیا شروع کول د فرورۍ په میاشت کښې د حکومت له حکومت سره د تجارتي اړیکو ترقي او په دې وروستیو کښې د ډیپلوماټیکو او رسمي پاسپورټونو لرونکو ته د ویزې د معافیت په اړه اصولي هوکړه دا ټول د همکاریو د پیاوړتیا لپاره د دواړو هېوادونو د ژمنو ښکاره نښې دي. همدارنګه د تجارت وزیرانو او پوځي قوماندانانو ترمنځ لوړپوړې ناستې هم په دې مثبت بهیر ټینګار کوي.
تمه کېږي چې د اسحاق ډار د سفر په ترڅ کښې به د پاکستان او بنګله دیش ترمنځ څو تجارتي تړونونه لاسلیک شي. چې اقتصادي همکاریو ته به د دواړو هېوادونو ژمنه لا ټینګه کړي.