به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

د پوځ لوی مشر (COAS) فیلډ مارشل سید عاصم منیر نن بلوچستان تربت ته لاړو. د امنیتي وضعیت او پرمختیایي منصوبو تجزيه به واخلي او د پوځ او ولسي چارواکو ترمنځ همکاري پیاوړې کړي.

دا خبره د پوځ د عامه اړیکو څانګې د (ISPR) په یوه بیان کښې شوې ده.

​د سفر په ترڅ کښې هغه د بلوچستان له وزیر اعلی چیف سکرټري او نورو چارواکو سره هم وکتل.

​فیلډ مارشل منیر ته د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه پورا معلومات ورکړل شول چې پکې د فتنه الهندستان په نوم ترهګرو ډلو پر وړاندې اپریشن او د بلوچستان په جنوب کښې د ټولنیز اقتصادي حالت ښه کولو لپاره د بېلابېلو پرمختیايي منصوبو په اړه معلومات شامل وو.

​فیلډ مارشل منیر له ولسي مشرانو سره په خپلو خبرو کښې په ښه حکومتدارۍ، د سړکونو او نورو انفراسټرکچر په جوړولو، او ټول شموله پرمختګ ټینګار وکړو. هغه د بلوچستان د خلکو د ستونزو د هواري لپاره د پوځ او ولسي ادارو پر ګډو هڅو هم ټینګار وکړو او ژمنه یې وکړه چې د پرمختیايي پروګرامونو ملاتړ به جاري وساتي.

​هغه وویل چې د پاکستان پوځ د بلوچستان د خلکو په سوله، سوکالۍ، او پرمختګ کښې د دوی کلک ملاتړ کوي. د پوځ لوی درستیز د خپلو سرتېرو حوصله، چمتووالي او د سیمې د سولې او ثبات ساتلو ته په درناوي وستایل.

​تربت ته په رسېدو سره د فیلډ مارشل منیر هرکلی د بلوچستان قول کور کمانډر وکړو.

نور ولولئ