به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

وزیراعظم شهباز شریف د دوشنبې په ماښام د ملي امنیت کمیټې (NSC) بیړنۍ غونډه رابللې ده. د دې غونډې موخه په منځني ختیځ کښې د خرابیدونکي وضعیت، په ځانګړي توګه پر ایراني ایټمي تاسیساتو د امریکا له هوایي بریدونو وروسته رامنځته شوي وضعیت باندې غور کول دي.
په ملي امنیت کمیټې کښې لوړ پوړي ملکي او پوځي مشران شامل دي. په دي کميټي کښي به د پوځ لوی درستیز فیلډ مارشل عاصم منیر هم ګډون کوي. د دې بریدونو د اغیزو په اړه د خبرو اترو لپاره سره راټول شوي دي. فیلډ مارشل منیر چې په دې وروستیو کښې له امریکا څخه راستون شوی دي. تمه کیږي چې کمیټې ته به د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د خپلو لیدنو په اړه معلومات ورکړي.
پاکستان د امریکا بریدونه په کلکه غندلي او دا یې د نړیوال قانون څخه سرغړونه بللې ده. پاکستان اندیښنه څرګنده کړې چې په نښه شوي تاسیسات د ایټمي انرژۍ نړیوالې ادارې تر څارنې لاندې وو. وزیراعظم شهباز د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په ټیلیفوني خبرو کښې له ایران سره د پاکستان بشپړ پیوستون تکرار کړ او د تلفاتو په اړه یې خپله خواخوږي څرګنده کړه.
هغه د وضعیت د ارامولو لپاره پر سمدستي خبرو اترو او ډیپلوماسۍ ټینګار وکړ. په داسې حال کښې چې د ملګرو ملتونو د منشور له مخې یې د ایران د ځان دفاع حق هم ومنلو. د بهرنیو چارو وزارت هم ورته احساسات څرګند کړي او د وضعیت پر جديت یې ټینګار کړی او پر ټولو خواوو یې د نړیوال قانون د مراعاتولو غوښتنه کړې ده.
په ورته وخت کښې په پاکستان کښې د ایران سفیر ډاکټر رضا امیري مقدم په سیمه کښې د امریکا ګټو پر وړاندې د احتمالي غچ اخیستونکو بریدونو ته اشاره وکړه. چې په سیمه کښې د امریکا پوځي شتون ته یې اشاره وکړه. خو هغه د نورو اسلامي هیوادونو په شخړه کښې د نه ښکیلتیا لپاره د ایران پر ارادې ټینګار وکړ. ولسمشر آصف علي زرداري هم خپله اندیښنه څرګنده کړې او پر ټولو خواوو یې د زغم او ډیپلوماسۍ ته د بیرته ستنیدو غوښتنه کړې ده.

نور ولولئ