د پاکستان او افغانستان تر منځ د تورخم پوله د امنیتي ځواکونو تر منځ د تاوتریخوالي له امله د هر ډول تګ راتګ لپاره بنده شوې ده.
د راپورونو له مخې، افغان ځواکونو د پولې په لانجمنه سیمه کې د پوستو جوړول شروع کړي وو.
کله چې پاکستاني ځواکونو له افغان لوري څخه وغوښتل چې ساختماني کارونه ودروي، افغان ځواکونو مورچې ونیولې چې تاوتریخوالی یې زیات کړ.
له دې وروسته، پاکستاني ځواکونو امنیت ته د پام وړ پاملرنه وکړه او پوله د هر ډول تګ راتګ او تر دی چی د پیاده تګ لپاره هم بنده شوه. پوله د جمعې په شپه شاوخوا ۱۰ بجې بنده شوه.
د کسټم یوه چارواکي وویل چې په پوله کښې پاکستاني کارکونکی لنډي کوتل ته لیږدول شوي دی ترڅو چی د هر ډول ناخوښو پیښو مخه ونیول شي.
د افغانستان کمیشنر عبدالجبار حکمت هم د پولې د بندیدو تایید کړي دي. افغان چارواکو دعوی کړې چې پاکستان له دوی څخه غوښتي دي چې ساختماني کارونه ودروي او هم ده رنګ کې یې له دوی څخه غوښتي دي چې د پاکستاني چارواکو د ساختماني کارونو په وړاندې غبرګون ونه ښيي.
تورخم د پاکستان او افغانستان تر منځ له اتو پولو څخه یوه ده. پاکستان په کابل کې ډیپلوماتیک میشتیدل لري خو تر اوسه یې د افغانستان لنډمهاله حکومت، چې په ۲۰۲۱ کې یې واک ته ورسید، په رسمي توګه ندی پیژندلی.