د پاکستان د ۲۰۲۵-۲۶ مالي کال د بودیجې وړاندې کولو ته یوازې څو ورځې پاتې دي. په هم دې مناسبت وزيراعظم شهباز شريف د (IMF) له پلاوي سره وکتل ترڅو د هېواد د روانو اقتصادي اصلاحاتو په اړه د صندوق له پروګرام سره سم پرمختګ وګوري.
دا لوړه کچه غونډه د پنجشنبې په ورځ ترسره شوه. چې مشري يې د IMF د منځني ختيځ او مرکزي اسيا د څانګې مشر جهاد ازور کوله.
په دې غونډه کښې مرکزي وزيرانو احد خان چيمه، محمد اورنګزېب، د مالیې سیکرټری امدادالله بوسل، د مرکزي عوایدو بورډ (FBR) مشر رشيد محمود لنګريال او نورو اړونده لوړپوړو چارواکو هم ګډون درلود.
د وزيراعظم دفتر (PMO) لخوا د خپرې شوې اعلاميې له مخې دواړو خواوو په پاکستان کښې د روان IMF پروګرام پر پرمختګ خبرې وکړې. د حکومت لخوا د اصلاحاتو په پلي کولو او تر دې دمه ترلاسه شوو مثبتو پایلو باندې خوښي وښودل شوه.
وزیر اعظم شهباز شریف وویل چي د خدای په فضل پاکستان د اقتصادي ثبات وروسته پرمختګ ته روان دی.
وزیر اعظم یو ځل بیا د خپل حکومت ژمنه وکړه چې د اداري اصلاحاتو ترڅنګ به په لوی اقتصادي کچه هم اصلاحات ګړندي کوي.
په ورته وخت کښې د لومړي وزیر دفتر وویل چې د IMF پلاوي هم د پاکستان له اصلاحاتو، اقتصادي ثبات او پرمختګ سره خپله دوامداره ملاتړ څرګند کړ.
په مارچ کښې د IMF کارکوونکو د پاکستان سره د ۱.۳ بیلین ډالرو نوې موافقه وکړه او همدارنګه یې د روان ۳۷ میاشتني مرستندویه پروګرام لومړۍ بیاکتنه هم تصویب کړه.
د ۲۰۲۴ کال د جولای په میاشت کښې پاکستاني چارواکو او IMF د ۵،۳۲۰ ملیون SDR (یا شاوخوا ۷ بیلین امریکايي ډالرو) په اندازه د پراخ شوي تمویل اسانتیا (EFF) په اړه په تکنیکي کچه موافقه وکړه. چې وروسته د ستمبر په وروستۍ اونۍ کښې د IMF اجراییوي بورډ لخوا تصویب شوه.
شنونکي په دې باور دي چې د IMF پروګرام خورا مهم دی ځکه چې دا حکومت ته د اقتصادي اصلاحاتو لپاره یوه لارښوونه ورکوي. په داسې حال کښې چې د هیواد د بهرنیو اسعارو زیرمو ته یو تکیا چمتو کوي.
پاکستان به د ۲۰۲۵ کال د جون په دویمه نیټه د ۲۰۲۶ مالي کال لپاره خپله مرکزي بودیجه اعلان کړي.