د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د پنجشنبې په ورځ وویل چې پاکستان د چین په ملاتړ د پېښور او کابل ترمنځ د لویې لارې جوړولو پلان لري.
ډار دا څرګندونې له چین څخه له درې ورځني سفر وروسته په یوه خبري کانفرنس کښې وکړې. چیرې چې هغه د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي او د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر متقي سره لیدلي وو.
ډار وویل چې دا یو عادي سفر نه و. هغه زیاته کړه چې سه شنبه د چین سره دوه اړخیزو معاملو او چهارشنبه د افغان بهرنیو چارو وزیر امیر متقي په ګډون درې اړخیزو معاملو ته ځانګړې شوې وه.
ډار وویل چې پرېکړه شوې چې افغانستان په سي پيک ۲.۰ کښې شامل شي. هغه وویل چې د رېل پټلۍ سربېره چې پاکستان له افغانستان له لارې منځنۍ ایشیا سره نښلوي. د پېښور او کابل ترمنځ د لویې لارې جوړولو پلان هم شته.
د بهرنیو چارو وزیر وویل چې کابل ته یې په وروستي سفر کښې کړې هوکړې لا دمخه عملي شوې دي. هغه زیاته کړه چې موافقه شوې چې دواړه هېوادونه به په لوړه کچه منظمې اړیکې وساتي.
ډار دا هم وویل چې له پاکستان او هند ترمنځ د اوربند وروسته یې لومړۍ اړیکه د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره وه. هغه زیاته کړه چې چین د پاکستان د خپلواکۍ په کلکه دفاع ستایلې ده.