پاکستان ویلي دي چې په اسلام آباد کښې د هند سفارت یو کارکوونکی یې “پرسونا نان ګراټا” ګرځولی دی. دا په دې مانا ده چې هغه نور په پاکستان کښې د اوسېدو اجازه نه لري.
د بهرنیو چارو وزارت (MoFA) ویلي دي چې دغه هندي چارواکي داسې کارونه کول. چې د ډیپلوماټیکو قوانینو خلاف وو او له خپل مقام څخه یې ناوړه ګټه اخیستې وه.
پاکستان هند ته ویلي دي چې دغه چارواکی باید په ۲۴ ساعتونو کښې له پاکستان څخه ووځي.
د چهارشنبې په ورځ د هند سفارت لوړ پوړی چارواکی د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ته وغوښتل شو او ورته وویل شول. چې د پاکستان پرېکړه وروستۍ ده. پاکستاني چارواکو ټینګار وکړ چې د هند سفارت ټول ډیپلوماټان او کارکوونکي باید یوازې خپلې ډیپلوماټیکې دندې ترسره کړي. او له خپلو امتیازاتو څخه ناوړه ګټه پورته نه کړي.
دا ګام څو ساعته وروسته له هغه واخیستل شو چې د هند د بهرنیو چارو وزارت په نوي دهلي کښې د پاکستان د سفارت یو چارواکی پرسونا نان ګراټا اعلان کړ او هغه ته یې امر وکړ چې په ۲۴ ساعتونو کښې دننه له هېواده ووځي.
د هند تر غیرقانوني ولکې لاندې جمو او کشمیر (IIOJK) په پهلګام سیمه کښې پر یوه ګرځندوی ځای د برید وروسته چې ۲۶ کسان په کښې ووژل شول. د دواړو ایټمي هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شو.
له برید یوازې یوه ورځ وروسته نوي دهلي د اوبو شریکولو تړون وځنډاوه. له پاکستان سره یې اصلي ځمکنۍ پوله وتړله. په نوي دهلي کښې یې د پاکستان د سفارت پوځي، سمندري او هوایي سلاکاران پرسونا ګراټا اعلان کړل او د پاکستانیانو ویزې یې لغوه کړې.
په ځواب کښې اسلام اباد د هندي ډیپلوماټانو او پوځي سلاکارانو د ایستلو امر وکړ. د سیک زیارت کوونکو پرته یې د هندي وګړو ویزې لغوه کړې او له خپلې خوا یې اصلي سرحدي لاره وتړله.
بیا د مې د ۶-۷ په شپه هند یو بې دلیله برید وکړ چې جوماتونه او استوګنځایونه یې په نښه کړل او په پایله کښې یې له ۵۰ څخه ډیر پاکستانیان شهیدان کړل.
د پاکستان وسله والو ځواکونو د هند له پرله پسې بریدونو وروسته د مې په ۱۰ مه پراخه غبرګون وښود. چې عملیات بنیان المرصوص نومول شوی و. د هند څو پوځي اهداف یې په مختلفو سیمو کښې په نښه کړل.
لږ تر لږه ۸۷ ساعتونو وروسته هغه جګړه چې هند پیل کړې وه. په هم اغه ورځ د امریکا په منځګړیتوب د اوربند تړون سره پای ته ورسیده.