د امریکا په واشنګټن ډي سي کښې تیره شپه د اسراییلو سفارت دوه کارکوونکي په ډزو وژل شوي دي. دا پېښه د واشنګټن ډي سي د یهودي موزیم بهر هغه مهال رامنځته شوه چې هلته کومه غونډه روانه وه.
د دغو دوو کارکوونکو هویت نه دی په ډاګه شوی. خو د اسراییلو سفارت ویلي چې دوی یوه ځوانه جوړه وه او کوژدې ته یې تیاری نیو. دوی هغه مهال په ډزو ووژل شول کله چې له ودانۍ څخه بهر وتل.
شکمن کس د الیاس روډریګز په نوم یو ۳۰ کلن سړی دی چې له شیکاګو څخه دی. هغه تر پېښې مخکې د موزیم بهر لیدل شوی و چې ګرځېده. له ډزو وروسته کله چې هغه موزیم ته د ننوتلو هڅه کوله. د موزیم امنیتي ساتونکو ونیو.
راپورونه وایي چې روډریګز له ډزو وروسته فری، فری فلسطین (فلسطین ازاد کړئ) شعارونه ورکول.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې دا پېښه په ښکاره د یهودیت ضد پر بنسټ ولاړه ده.
هغه پر خپلې ټروت سوشل پاڼه لیکلي دي. کرکې او افراطیت په امریکا کښې ځای نه لري. د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وایم. ډېر خواشیني یم چې داسې پېښې رامنځته کیږي. خدای دې ستاسو ټولو خیال ساتي.
لوی څارنواله پام بونډي او د کولمبیا ولسوالۍ لپاره د امریکا څارنواله جینین پیرو د ډزو سیمې ته رسیدلي دي. د ایف بي آی مشر کاش پټیل هم د دې پېښې په اړه راپور ترلاسه کړی دی.
د پېښې ځای د څو سیاحتي ځایونو او حکومتي ودانیو ته نږدې دی.
