به‌روزرسانی دربارهٔ9 hours ago

په هند تر ولکې لاندې جمو او کشمیر په پهلګام کښې نامعلومو وسله والو د سه شنبې په ورځ تر ۲۰ ډېر کسان ووژل. چې ډیر یې سیلانیان وو.


رویټرز خبري اېجنسۍ د یو امنیتي چارواکي له قوله ویلي دي چي برید د سړک څخه لرې یوه چمن کښې شوی او تر دریو پورې بریدګر په کښې ښکیل وو.


د هند تر ولکې لاندې جمو او کشمیر اعلی وزیر عمر عبدالله په خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چي د مړو شمېر لا هم معلومیږي. نو زه نه غواړم په دې اړه نور جزئیات ورکړم. ځینو سرچینو ادعا کړې چې د برید د قربانیانو شمېر ښايي تر ۲۶ پورې ورسیږي او بهرني وګړي هم پکښې شامل دي.


د هند لومړي وزیر مودي په یو بیان کښې ویلي دي چي هغه کسان چې د دې ناوړه عمل تر شا دي. هغه به قانون ته سپارل کیږي… دوی به ونه بښل شي. په همدې حال کښې د کورنیو چارو وزیر امیت شاه اعلان کړی چې هغه به په کشمیر کښې د امنیت په اړه یوه غونډه وکړي.


که څه هم د هند حکومت لا تر اوسه د قربانیانو رسمي شمېر یا د تحقیقاتو پیل اعلان کړی نه دی. خو هندي رسنیو د ۲۰۱۹ کال د پلوامې برید په څېر پاکستان ته ګوته نیول پیل کړې ده.


ځینو هندي خبري رسنیو لکه انډیا ټوډې د کارپوهانو له قوله ویلي چې دا برید په پاکستان کښې پلان شوی و. نورو لکه هندوستان ټایمز دا برید د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر وروستۍ وینا سره تړلی دی.


د رویټرز د راپور له مخې کشمیر ریزیسټنس په نوم یوې ډلې د برید مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې دغه برید یې د سیمې د نفوسو د بدلون لپاره د ایالتي قانون جوړونکي مجلس د پریکړې په غبرګون کښې کړی. ځکه چې دغه پریکړې ۸۴۰۰۰ هندي وګړو ته د استوګنې حق ورکړی دی. خو د دې ادعا کره والی لا نه دی تایید شوی.


دا برید په داسې حال کښې رامنځته شو چې د امریکا متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر په څلور ورځني سفر هند ته تللی او لومړی وزیر مودي سعودي عربستان ته په سفر دی.

نور ولولئ