به‌روزرسانی دربارهٔ4 hours ago

د خیبر پښتونخوا پولیسو د بنو په ډهیرې پُل چیک پوسټ باندې د ګل په شپه برید ناکام کړ او پولیسو ته هیڅ ځاني زیان نه دی رسیدلی.

د پولیسو سرچینو ویلي چې بریدګر ۱۸ یا ۱۹ تنه وو او په اتو موټرسایکلونو کښې چیک پوسټ ته راغلي وو.

لږ تر لږه درې بریدګر هغه وخت ولیدل شول کله چې دوی په تیاره کښې د چیک پوسټ په لور په خاپوړئي تلل. پولیسو ویلي چې بریدګرو پلان درلود چې د پوستې حرارتي کیمرې له منځه یوسي ترڅو نور بریدګر مخته ولاړ شي.

خو کله چې لومړي بریدګر د پولیسو لخوا په نښه شول نو پاتې نورو هم په برید کښې برخه واخیسته.

په ډیوټۍ موجودو پولیسو د کلک ځواب په ورکولو سره بریدګر په شا وتمبول او هغوی وتښتیدل. پولیسو ته هیڅ ځاني زیان نه دی رسیدلی.

د دې بریالي عملیات ستاینه د پولیسو لوی مفتش ذوالفقار حمید او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم وکړه.

د پاکستان د امن او شخړو مطالعاتو انسټیټیوټ لخوا خپاره شوي یو راپور له مخې په مارچ میاشت کښې په ټول هیواد کښې ۱۰۵ وسله وال بریدونه شوي دي. دې میاشتې له ۲۰۱۵ کال راهیسې دویمه خونړۍ میاشت جوړه شوې ده.

نور ولولئ