به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د سه شنبې په ورځ ترکيې ته په دوه ورځني سفر لاړو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو خبرې وکړي..

د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کښې ویلي دي چي د سفر په ترڅ کښې به وزیراعظم له ولسمشر اردوغان سره د دوه اړخیزو اړیکو په اړه پراخې خبرې وکړي. همدارنګه به په سیمه او له هغې څخه هاخوا وروستیو پرمختګونو باندې نظرونه تبادله کړي.

د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړه چې پاکستان او ترکیه په منظم ډول لوړې کچې تبادلې تنظیموي. چې د دواړو ملتونو ترمنځ د ورورولۍ استثنایی اړیکې منعکس کوي.

پاکستان او ترکیې د لوړې کچې ستراتیژیکې همکارۍ شورا جوړه کړې ده. چې د دوه اړخیزې همکارۍ د ښه کولو لپاره د مشرتابه کچې میکانیزم دی.

ولسمشر اردوغان سږکال په فرورۍ کښې اسلام اباد ته سفر کړی وو. چیرته چې هغه د HLSCC اوومې غونډې مشري کړې وه. د هغه د سفر په ترڅ کښې د دواړو هیوادونو استازو د سوداګرۍ حجم ۵ بیلین ډالرو ته د رسولو لپاره ۲۴ تفاهم لیکونه هم لاسلیک کړل. په ۲۰۲۴ کښې د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري ۱.۴ بیلین ډالرو ته ورسیده.

د بهرنیو چارو وزارت وویل چي راتلونکې غونډه د دې قوي ډیالوګ دوام څرګندوي او د پاکستان او ترکیې ترمنځ د څو اړخیزې ملګرتیا د لا لوړولو لپاره ګډې ژمنې په ګوته کوي.

نور ولولئ