په شمالي وزیرستان کښې د امنیتي ځواکونو په څو عملیاتو کښې شپږ ترهګر وژل شوي دي. چې په دوی کښې یو ډېر مطلوب ترهګر قوماندان هم شامل دی.
د انټرسرویسز پبلک ریلیشنز (ISPR) د یوې اعلامیې له مخې لومړی عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د شمالي وزیرستان په رزمک کښې ترسره شول. ISPR زیاته کړه چې د ترهګرو پټنځای په مؤثره توګه ونیول شو. چې په پایله کښې پنځه ترهګر ووژل شول.
آئي اېس پې آر دغه ترهګر خوارج وبلل. دا هغه نوم دی چې حکومت له تیر کال راهیسې تحریک طالبان پاکستان ته کاروي.
د ISPR په وینا دویم عملیات په جنوبي وزیرستان کښې ترسره شول. چیرې چې د ترهګرو یو حلقه مشر ذبيح الله عرف زکران د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوی دی.
آئي اېس پې آر وویل چي دغه ترهګر د امنیتي ځواکونو پر ضد په ګڼو ترهګریزو فعالیتونو او همدارنګه د بې ګناه ملکي وګړو په هدفي وژنو کښې په فعاله توګه ښکیل و او د قانون پلي کونکو ادارو لخوا ډیر مطلوب و.
د اسلام آباد میشته یوې څیړنیزې ادارې او ډیجیټل میډیا سایټ د خراسان ډایري په وینا زکران په ۲۲ بریدونو کښې مطلوب و. په دې کښې د ۲۰۲۴ کال په دسمبر میاشت کښې یو ترهګریز برید هم شامل و. چې ۱۷ سرتیري پکې وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي وو.
آئي اېس پې آر دا هم وویل چې په سیمه کښې د پاتې نورو ترهګرو د موندلو او نیولو لپاره یو پاکولو عملیات ترسره شول.