د بلوچستان وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټی د زیارت د اسسټنټ کمشنر محمد افضل او د هغه د زوی په وژلو کلکه غندنه وکړه. ده وویل چی دا یو ډېر ظالمانه کار دی او دا د انسانیت خلاف دی. ده زیاته کړه چی د دې کار څومره غندنه وکړو، لا کمه ده.
میر سرفراز بګټی شهید اسسټنټ کمشنر محمد افضل ته درناوی وړاندې کړه. ده وویل چی هغه یو ایماندار، پر خپله دنده ولاړ او لایق افسر وو. هغه د خپلو خلکو لپاره په ایماندارۍ سره کار کاوه. وزیراعلیٰ وویل چی شهید محمد افضل د خپلې دندې په دوران کې ځان قربان کړو او خلک به یې تل په یاد ساتي.
میر سرفراز بګټی ژمنه وکړه چی د شهید محمد افضل او د هغه د زوی قرباني به ضایع نه شي. ده وویل چی د دې بې ګناه کسانو قاتلان او د امن دښمنان به ونه بښل شی. هغوی به خامخا خپل انجام ته ورسول شی.
وزیراعلیٰ د شهیدانو له کورنۍ سره خپله غمرازي څرګنده کړه. ده وویل چی په دې د غم په وخت کې حکومت د دوی تر څنګ ولاړ دی. ده دا هم وویل چی د دې شهیدانو قربانۍ به د بلوچستان د امن لپاره لاره روښانه کړي.
دوه میاشتې وړاندې په زیارت کی نامعلومو خلکو د اسسټنټ کمشنر محمد افضل او د هغه زوی تښتولی وو. څو ورځې وړاندې تښتونکو د دوی ویډیو هم خپره کړی وه. په کومه کې چی هغوی له حکومت نه غوښتنه کوله چی د دوی غوښتنې پوره کړی. له دې مخکی د بلوچستان حکومت د اسسټنټ کمشنر او د هغه د زوی د تښتونکو د نیولو لپاره ۵ کروړه روپۍ جایزه ایښې وه.