د خیبر پښتونخواپه لکي مروت ضلعې بيټني سب ډویژن سیمو کښې د امن او امان ټینګولو په هڅو کښې د ګل په ورځ امنیتي ځواکونو یوه لویه کامیابي ترلاسه کړې ده.
د پولیسو د معلوماتو مطابق په لکي مروت ضلعې بيټني سب ډویژن شاخیل تاڼې په حدودو کښې پاکستاني پوځ او ضلعي پولیسو یو ګډ او پراخ عملیات ترسره کړي دي.
دغه عملیات د بېټني په شاخیل، علي خېل او ورسره پرتو غرونو کښې د ترهګرو په شکمنو پټنځایونو د چاپې اچولو لپاره ترسره شوي دي.
د پولیسو سرچینو ویلي دي چې د چاپې په دوران کښې د امنیتي ځواکونو او ترهګرو ترمنځ سختی ډزې شوې دي. د سرچینو په وینا د دغو ډزو په پایله کښې دوه ترهګر ژوبل شوي دي.
په دې ګډو عملیاتو کښې د پاکستاني د پوځي ځوانانو ترڅنګ ضلعي پولیسو او د اېلېټ ځواکونو کمانډوز هم برخه لرله. د عملیاتو مشري بريګيډ کمانډر بريګيډير حېدر علي او ډسټرکټ پوليس افيسر (ډي پي او) نذير خان په خپله پر ځاي موجود وو. د دې ګډو اقداماتو مقصد د سیمې څخه د ترهګرۍ خطره ختمول او د سیمې اوسیدونکو محفوظ ساتل يقيني کول دي.