د خیبر ضلعې د قامي اسمبلۍ غړي اقبال افریدي په یوه ویډیويي وینا کې ادعا کړې چې دا حملې د جنګي الوتکو لخوا شوې دي. چې په پایله کې یې ۲۳ تنه ولسي خلک وژل شوي دي.
تر اوسه پورې د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت یا وفاقي حکومت په دې پېښه څه رسمي بیان نه دی ورکړی.
خو امنیتي چارواکو په دې سیمو کې د ترهګرۍ فعالیتونو په اړه بیا بیا ویلي چې ترهګر د ریاست او ولس پر ضد د خپلو ناوړه جرمونو لپاره ولسي خلک د ډال په توګه کاروي او په ابادیو کې پناه اخلي. چارواکي وايي چې ترهګر د خپلو شومو کارونو لپاره د خلکو په پټیدو ځانونه پټوي.