ضلعې انتظاميې ويلي چې د ۲۰۲۵ کال د ستمبر په ۲۲مه به په جنوبي وزيرستان اپر، جنوبي وزيرستان لوئر (وانا) او د ټانک ضلعې په جنډوله سب ډويژن کې کرفیو وي. دا کرفیو به د سهار له ۶ بجو څخه د ماښام تر 7 بجو پورې وي.
د تګ راتګ بندیز
د کرفیو په دوران کې به په دغو سیمو کې هر ډول تګ راتګ په مکمله توګه بند وي. ټول بازارونه به تړلې وي. انتظاميې خلکو ته ويلي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او د کرفیو قوانین په کلکه مراعات کړي.
اغیزمنې او ممنوعه لارې
د کرفیو له امله به پر دې مهمو لارو د تګ اجازه نه وي:
په جنوبي وزيرستان اپر کې پر دې لارو د تګ راتګ اجازه نشته.
تاوده چينه، مکين، بي بي رغزۍ، سراروغه، کوټکۍ، سپينکۍ رغزۍ، نظر خېل، درګۍ پل، مدی جان، شين ورسک، مولا خان سراى، چګمالاۍ
سرویکۍ، مولا خان سراى، بروند لارې په دې کې شاملې دي.
جنوبي وزيرستان لوئر (وانا):
واڼه، تیارزه ګېټ، کرب کوټ، تنایي، عزیز آباد چوک، درګۍ پل لارې به هم تړلې وي.
د ټانک ضلعې جنډوله سب ډويژن:
جنډوله بازار به په مکمله توګه بند وي.
منع شوې لاره: کوړ قلعه، خرګۍ، جنډوله لارې د تګ راتګ د پاره منع شوي دي.
عاجل حالت
انتظاميې ويلي چې يوازې د عاجل حالت په صورت کې به په دې لارو د تګ راتګ اجازه وي. خو د دې لپاره به خلک لومړی له پوليسو يا امنيتي ځواکونو څخه اجازه اخلي او خپل شناختي کارډ او نور ضروري اسناد به ورسره لري.
د خلکو څخه غوښتل شوي چې د نظم او قانون په ساتلو کې له انتظاميې سره پوره همکاري وکړي.