به‌روزرسانی دربارهٔ10 hours ago

د سیلابونو له امله په ټول هېواد کې سختې خرابۍ شوې دي. چې له کبله یې زېربناوې ویجاړې شوې او ډېر خلک مړه شوي دي. د وروستیو معلوماتو له مخې په ایم-۵ موټروې باندې ۱۳ ځایونه د سیلاب له امله اغېزمن شوي او چارواکي وايي چې ښايي څلور یا پنځه نور ځایونه هم خراب شي.

​د موټروې پولیسو په وینا موټروې په مکمله توګه د سیلاب له امله بنده ده. کوم مسافر چې له ملتان څخه سکھر ته ځي. هغوی ته ویل شوي چې د بلې لارې څخه کار واخلي. موټرې له شاه شمس انټرچینج څخه نیشنل های وې ته اړول شوي دي. له اوچ شریف انټرچینج څخه موټرې بېرته ایم-۵ ته راتلای شي او کوم مسافر چې له سکھر څخه ملتان ته ځي هغوی هم کولی شي د اوچ شریف انټرچینج له لارې نیشنل های وې استعمال کړي. پولیسو وویل چې شیر شاه انټرچینج هم پرانیستی دی. پولیس په لارو کې موجود دي ترڅو موټرچلوونکو ته لارښوونه وکړي او خوندي لاره ور وښيي.

​په پنجاب کې د سیلاب له امله ۰.۶ میلینه جریبه د وریجو فصل ویجاړ شوی دی. همدارنګه په سیند کې هم د سیندونو د اوبو د زیاتوالي له امله فصلونو ته سخت زیان رسېدلی دی. هوا پېژندنې څانګې (PMD) په سیند کې د اوبو کچه د کمېدو په اړه خبر ورکړی. خو په نوابشاه کې د سیند د اوبو کچه زیاته شوې ده.
​همدارنګه سیلاب له امله ۱۲۵۶۹ کورونه ویجاړ شوي، ۶۵۰۹ څاروي مړه شوي او خلک له بې کوره کېدو او د اړینو شیانو له کمښت سره مخ دي.

​د نیشنل ڈیزاسټر مینجمنٹ اتھارټي (NDMA) په وینا له جون له ۲۶می نېټې راهیسې په ۵۸۰۰ عملیاتو کې له ۳.۰۲ میلینه ډېر خلک ژغورل شوي دي. د پنجاب، سیند، پاکستان آرمي او نورو ادارو په ګډه مرسته ۳۰۲۰۱۳۰ خلک د ۵۷۸۶ عملیاتو په ترڅ کې ژغورل شوي دي. په پنجاب کې ۲.۸۱ میلینه خلک، په خیبر پښتونخوا کې ۲۱۸ او په سیند کې ۸۷ کسان ژغورل شوي دي.

​این ډي ایم اي وايي چې په سیلابونو کې لږ تر لږه ۱۰۰۶ کسان مړه شوي، چې پکې ۲۷۵ ماشومان، ۵۶۸ نارینه او ۱۶۳ ښځې شاملې دي. تر ټولو زیات کسان په خیبر پښتونخوا کې مړه شوي، چې شمېر یې ۵۰۴ دی. په داسې حال کې چې په پنجاب کې ۳۰۴، په سیند کې ۸۰ او په بلوچستان کې ۳۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.


​په ټول هېواد کې ۲۳۹ پُلونه او شاوخوا ۲۰۰۰ کیلومټره سړکونه ویجاړ شوي دي. تر ټولو زیات زیان په خیبر پښتونخوا کې شوی دی. چې ۵۲ پُلونه او ۴۳۷ کیلومتره سړکونه ویجاړ شوي دي.

​د جون له ۲۶می نېټې راهیسې، په سیلاب ځپلو سیمو کې ۱۶۹۰ مرستندویه او طبي کمپونه جوړ شوي دي. په دې کمپونو کې ۶۶۲۰۹۸ ناروغانو درملنه شوې او ۱۵۲۲۵۲ خلکو ته ځای ورکړل شوی دی. تر اوسه ۲۷۳۵۲۴ د مرستې سامانونه هم وېشل شوي دي، چې پکې خېمې، کمپلې، د خوراک کڅوړې او د څښاک پاکې اوبه شاملې دي.

نور ولولئ