به‌روزرسانی دربارهٔ4 hours ago

په خیبر پښتونخوا کښې د جنوبي وزیرستان لاندې برخه (لوئر) کښې امنیتي ځواکونو یو بریالی اپریشن ترسره کړو. په دې اپریشن کښې یې د برمل تحصيل د اعظم ورسک مهم سړک پاک کړو. چې ډېر وخت ترهګرو نیولې وه. ترهګرو په دې لاره کښې خاورین بندونه او ماینونه ایښي وو. چې له امله یې سیمه خالي او د خلکو ژوند ډېر سخت شوی و.

​د دې سخت حالت له امله د سیمې بزرګان او عام خلک په خپل ورځني ژوند کښې له سختو ستونزو سره مخ وو او په سیمه کښې تګ راتګ په مکمله توګه ودرول شوی و. امنیتي ځواکونو په کرمزي سټاپ کښې یو هدف مند اپریشن وکړو او د سیمې د کنټرول تر لاسه کولو وروسته یې سمدستي هلته یو امنیتي چیک پوسټ جوړ کړو.

​د اپریشن له کامیابي وروسته سړک سمدستي ورغول شو او د خاورې ډکولو کار یې شروع کړو. له بشپړېدو وروسته سړک د ټریفیک لپاره خلاص کړل شو. دې کار د سیمې خلک ډېر خوشحاله کړل او دوی د پاکستان پوځ دې اپریشن وستایه. دوی وویل چې ترهګرو د دوی ژوند سخت کړی و او دا د اسلامي تعلیماتو خلاف ده.

​سیمه ایزو خلکو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د دې ستونزو لپاره یو دایمي حل ومومي او د قبایلي سیمو اقتصادي او ټولنیزې پرمختیا ته هم په خاص توګه پاملرنه وکړي.

نور ولولئ