به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

په کوہاټ امن تړون د عملی کولو لپاره په یوه برخه کښې د پام وړ پرمختګ شوی دی چې مقصد یې په کرمې ضلعه کښې د سولې او نظم ټینګول دي. د ضلعې انتظامیې او پولیسو ځواکونو د چاودیدونکو توکو په کارولو سره شپږ بنکرونه، درې درې په خار کلي او بلش خېلو سیمو کښې ویجاړ کړي دي.

​د دغو کلاو د نړولو د څارنې کمېټۍ د یوه غړي شاهد خان په وینا تر دې دمه په کرمې ضلعه کښې شاوخوا ۳۲۶ لوی او واړه بنکرونه ویجاړ کړل شوي دي. د دې نه علاوه له هغو کلیو وسلې هم راټولې شوې دي چې پخوا په شخړو کښې ښکېل و. چې دا د سولې د تړون بله مهمه برخه ده.

​د کوهاټ امن تړون چې د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کښې وروستی شو. په کرمې ضلعه کښې د فرقه يي فشارونه او قبایلي شخړو د پای ته رسولو لپاره جوړ شوی و. په دې تړون کښې د درنو وسلو راټولول، د بنکرونو ویجاړلول او د لویو لارو د امنیت ټینګول هم شامل وو. په کلیدي ټکو کښې د سړکونو د بندولو بندیز له کوره بهر د وړو وسلو په لېږدولو محدودیتونه او د خبرو اترو له لارې د شخړو د حل ژمنه شامله وه.

​فشارونه د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۲۱مه د باګان په سیمه کښې تر یوه برید وروسته زیات شول. چې له ۴۱ څخه زیات کسان یې ووژل. دې پېښې یوه لویه جرګه رابللې وه چې د سولې د تړون بنسټ یې کېښود. د بنکرونو روان ویجاړول او د وسلو راټولول په سیمه کښې د دایمي سولې لپاره د تړون په پلي کولو کښې مهم ګامونه دي. خو بیا هم د اسسټنټ کمشنر د ډزو په څېر پېښې د دې سولې هڅو د سبوتاژ کولو هڅې په ګوته کوي. خو اداره لا هم د کنټرول ساتلو ته ژمنه ده.

​دا کړنې په سیمه کښې د سولې او نظم د ټینګولو په لور یو مثبت ګام دی. خو بشپړ ثبات ټولو خواوو ته د تړون بشپړ اطاعت او د ګډوډۍ رامنځته کوونکو عناصرو پر وړاندې قوي اقدام ته ضرورت لري.

نور ولولئ