د پاکستان د پوځ لوی مشر فیلډ مارشل سید عاصم منیر د ۲۰۲۵م کال د اګست په ۲۱ مه په اسلام آباد کښې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره ولیدل. د سیمې پر امنیت او ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه یې خبرې وکړي. د آيي ایس پي آر ادارې (ISPR) په وینا دې ناستې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوامداره ستراتیژیکه ملګرتیا څرګنده کړه.
وزیر وانګ چې په پاکستان کښې د پاکستان او چین د شپږمې ستراتیژیکې خبرو اترو لپاره و. د پاکستان پر خپلواکۍ او پرمختګ یې د چین پر کلک ملاتړ ټینګار وکړو. هغه د امنیتي خبرو اترو پر زیاتولو، د قانون پلي کولو پر پیاوړې همکارۍ او د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې پر پیاوړې مبارزې هم ټینګار وکړ. د خبري په کابل کښې د هغه له افغان سیال سره د لیدنې پر مهال څرګندې شوې. چې چین له خپلو ګاونډیانو د ملاتړ او د بهرنیو لاسوهنو پر ضد خپله ژمنه په ګوته کړه.
د آيي ایس پي آر (ISPR) په وینا لوی مشر منیر د چین له دوامدار ملاتړ څخه مننه وکړه او د ستراتیژیکې ملګرتیا د پیاوړتیا لپاره یې د پاکستان پر ژمنې ټینګار وکړ.
دواړو خواوو پر دې هوکړه وکړه چې په سیمه ییزو او نړیوالو پلیټ فارمونو کښې به همغږي زیاته کړي او په سیمه کښې به سولې، ثبات او سوکالۍ ته پرمختګ ورکړي.
دغه ناستې د پاکستان او چین تر منځ ژوره پوځي همکاري په ګوته کړه. چې ګډ پوځي روزنه، تمرینونه او د پوځي ټیکنالوژۍ همکاري پکې شامل دي. پر دې پیاوړې اړیکې په وار وار ټینګار شوی. چې په دې وروستیو کښې د اګست په لومړۍ نېټه لوی درستیز منیر د سیمې په ثبات کښې د پاکستان او چین د مشارکت پر مرکزي رول ټینګار کړی.
تېره میاشت بیجینګ ته د لوی درستیز منیر د سفر پر مهال، د چین مشرتابه د سیمه ییزې سولې لپاره د پاکستان د پوځ د مرستې ستاینه وکړه. دا بحثونه د ګډو امنیتي ننګونو د حل او د سیمې د ثبات د ساتلو لپاره پر دوامداره ژمنې دلالت کوي.