د باجوړ ضلعې انتظامیې په تحصیل ماموند کښې د ترخو کلي د امنیتي ځواکونو له یو کامیاب اپریشن وروسته په مکمله توګه پاک او خوندي اعلان کړو. په یوې خبرپاڼه کښې انتظامیې وویل چې ترخو اوس په مکمله توګه خوندي او د حکومت په کنټرول کښې دی او دلته ژوند عادي حالت ته راغلی.
انتظامیې د ترخو د خلکو زغم استقامت او قربانیو ته سلام وکړو او ډاډ یې ورکړ چې د ټولو بې کوره شویو کورنیو خوندي او په عزت سره ستنېدل به یقیني کړي.
د سیمې خلکو ته ویل شوي چې کولی شي خپلو کورونو ته ستانه شي او خپل ارام ژوند بیا شروع کړي.
حکومت به یې په دې موده کښې په مکمله توګه ساتنه او مرسته کوي.
چارواکو دا هم وویل چې له نورو اغېزمنو سیمو څخه به د بې کوره شویو کورنیو د ستنېدو بهیر ډېر ژر په منظم ډول شروع شي چې دا بهیر به د سیمه ییزو خلکو په مشورې سره بشپړ شي.