هغه ځانمرګی بریدګر چې د مارچ په ۱۴مه له لاهور څخه نیول شوی وو. د خپلې روزنې او اسانتیاوو په اړه یې مهمې څرګندونې کړې دي.
دغه ځانمرګي بریدګر شمس الله څرګنده کړې ده چې هغه په افغانستان کښې د جماعت الاحرار قوماندانانو سلیمان او قاسم خراساني تربيت شوي دی. ویل کیږي چې قاسم په پېښور کښې په پولیس لاینز برید کښې هم لاس لري.
وروسته هغه د چمن له لارې پاکستان ته استول شوی و او په لاهور کښې د علي په نوم یوه اسانتیا برابرونکي درې ورځې ساتلی وو. چیرته چې هغه ته ځانمرګی واسکټ هم ورکړي شوی و. اوس مهال سي ټي ډي د علي د نیولو لپاره عملیات کوي.
سي ټي ډي دا هم اعلان کړی چې په پنجاب کښې یې ۱۱ ترهګر نیولي او د ترهګرۍ یو لوی پلان یې شنډ کړی دی. دغه نیونې په ټوله صوبه کښې په ۱۶۶ استخباراتي عملیاتو کښې ترسره شوې دي.
په دغو عملیاتو کښې د تحریک طالبان پاکستان د یو مهم فعال په ګډون نور ترهګر هم نیول شوي دي چې حیدر سلطان، ولي خان، رحمان، زبیر، امین، اکبر، مقصود خان، ابراهیم قاسمي او صدام نومېږي.
سي ټي ډي همدارنګه ۲۷۳۵ ګرامه چاودیدونکي چيزونه، ۱۹ ډیټونیټرونه، ۳۵ فوټه د خوندیتوب فوز وایر او دوه IED بمونه هم ترلاسه کړي دي. په نورو ترلاسه شویو موادو کښې د ممنوع شوو تنظیمونو اړوند پاڼې، مجلې او نغدې پیسې شاملې دي.