به‌روزرسانی دربارهٔ4 hours ago

د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کښې په یوه پولیس تاڼه باندې ترهګریز برید نن سهار وختي په بریالیتوب سره دفع شو او بریدګر په شا تګ ته مجبور شول.

د پولیسو یوې اعلامیې تایید کړه چې د پېزو په پولیس تاڼه باندې برید د شپې په ۱۲:۴۵ بجو پیل شو. پولیسو ژر ځواب ورکړ او له بریدګرو سره یې ډزې تبادله کړې.

بریدګر چې د منع شوي تحریک طالبان پاکستان (TTP) غړي بلل شوي. د پولیسو د چټک او پریکنده عمل له امله وتښتېدل. د پولیسو په منسوبینو کښې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

د لکي مروت د ضلعې پولیسو مشر (DPO) محمد جواد اسحاق افسران د هغوی د زړورتیا او د برید په شنډولو کښې د اغیزمن ځواب له امله وستایل. دا پېښه په روانه میاشت کې په خیبر پښتونخوا کښې په پولیس تاڼو او پوسټو باندې د بریدونو په لړۍ کښې وروستۍ ده، چې پخوا په لکي مروت او پېښور کښې هم په دې اوونۍ کښې بریدونه شوي وو.

یوه وروستي راپور څرګنده کړې چې د نوي کال له پیل راهیسې په KP کښې د قانون پلي کونکو ادارو په وړاندې بریدونه ډېر شوي دي.

د راپور له مخې په روان کال کښې د KP پولیسو په وړاندې ۵۸ ترهګریز بریدونه شوي چې په پایله کښې یې ۲۶ پولیس افسران شهیدان شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي. په ځواب کښې پولیسو لږ تر لږه ۶۹ ترهګر ووژل.

په دې اثنا کښي د جمعیت علمای اسلام یو بل مشر د جمعې په ورځ دا ځل د پنجاب په اټک ضلع کښې ووژل شو

قاری نظام الدین د اټک لپاره د جمعیت علمای اسلام (ف)  نائب چيرمين وو. هغه د جمعې په شپه د تراویحو له لمانځه سم وروسته د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو وویشتل شو.

پولیسو وویل چې دا پېښه یو هدفي برید و چې د نظام الدین کور ته نږدې رامنځته شو.

دا برید د هېواد په مختلفو برخو کښې د جمعیت علمای اسلام د عهدیدارانو پر ضد د هدفي بریدونو د نورو پېښو په تعقیب کښې دی. مولانا شاه میر عزیز بزدار چې په تربت کښې د جمعیت علمای اسلام یو عهدیدار و. د مارچ په اتمه ووژل شو. هغه د تراویحو د لمانځه په وخت کښې له شا څخه په ډزو وویشتل شو.

د مارچ په څوارلسمه مولانا عبدالله ندیم چې په جنوبي وزیرستان کښې د جمعیت علمای اسلام یو ضلعي مشر و. هغه وخت ټپی شو کله چې د جمعې د لمانځه په وخت کښې په جومات کښې دننه بم وچاودېد.

نور ولولئ