به‌روزرسانی دربارهٔ2 hours ago

د بلوچستان حکومت استازو او د بلوچ یکجهتی کمیټۍ غړو تر منځ په کویټه ښار کښې د جمعې په ورځ د سړک بندولو د هڅې وروسته متضادې دعوی مخې ته راغلي دي. خو د شنبې په سهار هم دغه ناسته دوام لري.

پولیسو د جمعې په ورځ د بلوچستان پوهنتون ته نږدې په سریاب سړک د بلوچ یکجهتی کمیټۍ له خوا جوړ شوی پرلت د اوښکو ګاز او اوبو پاشلو په واسطه ټيټ کړ. خو د بلوچ یکجهتی کمیټۍ مشرانو وویل چې پر مظاهره چیانو باندې له وژونکو وسلو کار اخیستل شوی چې له امله یې درې تنه مړه او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

له بلې خوا حکومت پر مظاهره چیانو د زور زیاتي کارول رد کړي او ادعا یې کړې چې مظاهره چیانو پر پولیسو ډبرې ورولې.

د صوبايي حکومت یوه ویاند وویل چې حکومت د ترافیکو د خلاصون لپاره د قانون مطابق عمل کړی دی. ویاند زیاته کړه چې د مظاهره چیانو له خوا په تاوتریخوالي کښې ۱۰ تنه پولیس سرتیري ټپیان شوي دي چې یوه ښځینه پولیسه هم پکښې شامله ده او روغتون ته وړل شوې ده.

رسنیو خبر ورکړی چې لږ تر لږه دوه جسدونه د بولان میډیکل کالج روغتون ته او یو بل د ملکي روغتون ته وړل شوي دي.

په عین حال کښې بلوچ یکجهتی کمیټۍ په ایکس (X) کښې ویلي چې د دوی مشر ډاکټر مهرنګ بلوچ نیول شوی دی. حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا پرلت د بلوچ یکجهتی کمیټۍ له خوا د دې سازمان د یوه مشر غړي بیبرګ بلوچ او یو شمېر نورو د خوشې کولو په غوښتنه تنظیم شوی و.

د حکومت له خوا د مظاهرې د ټيټولو  له هڅې سره سره د ځوانانو کمیټۍ غړو په کویټه کښې خپل پرلت ته دوام ورکړی دی. په یو شمېر نورو ښارونو کښې هم د دکانونو تړلو اعتصاب روان دی. د بلوچستان نیشنل پارټی هم له دې مظاهرې خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

نور ولولئ