د ۲۰۲۵ کال د مې په ۱۹ مه په شمالي وزیرستان میرعلي کښې یوه خواشینونکې پېښه وشوه چې ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله واوښته. د دې پېښې په اړه ځینې خلکو د امنیتي ځواکونو په وړاندې بې بنسټه او غلط تورونه پورې کړي وو.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) د چهارشنبې په ورځ وویل چې دا تورونه رښتیا نه دي او یوه منسجمه دسیسه ده. چې موخه یې د ترهګرۍ ضد عملیاتو کښې د امنیتي ځواکونو هڅې بدنامول دي.
آئي اېس پې آر ویلي دي چې سمدستي يې پلټنې پیل کړې او لومړنیو موندنو وښودله چې دا ناوړه عمل د هندي پلوه فتنې الخوارج لخوا ترسره شوی دی.
دا ډلې د هند په اشاره کار کوي او ملکي سیمې او بې وزله خلک د خپل عمل لپاره د سپر په توګه کاروي. د دوی موخه دا ده چې د خلکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نفاق رامنځته کړي. خو په دې کښې به بریالي نه شي. امنیتي ځواکونه ژمن دي چې د دې بې رحمه عمل عاملین به عدالت ته راکاږي