د پوليو د مخنيوي د پروګرام په وېب پاڼه ليکل شوي دا تازه پېښې په بنو او لکي مروت سيمو کې رپورټ شوي چې ورسره روان کال د پوليو کېسونو شمېر ۱۰ ته ورسېدو۔
د خېبر پښتونخوا د پوليو ايمرجنسي ډپټي ډايريکټر محمد ذيشان هم خبرکده ته د نوي د پوليو کېسونه تائيد کړي دي۔
د پوليو د مخنيوي د ادارې ترمخه د خېبر پښتونخوا په ډي ايي خان، تورغر او لکي مروت کې يو يو او په بنو کې دوه د پوليو پېښې مخې ته راغلي۔ د سند صوبې په بدين،لاړکانه،کمبر او ټټا کې هم يو يو کېس رپورټ شوې او د پنجاب صوبې په منډي بهاالودين کې يو کېس مخې ته راغلې دې۔
تېر کال په پاکستان کې ۷۴ د پوليو کېسونه رپورټ شوي وو۔
نوې پېښې داسې مهال رامنځته شوي چې حکومت د مې له ۲۶مې څخه د جون تر لومړۍ نېټې پورې د پنځو کلونو څخه کم عمر ماشومانو د واکسین کولو لپاره درېم ملکي کمپاین پیل کولو په حال کې دی. په دې راروان کمپاین کې د ۱۵۹ ضلعو ۴۵.۴ میلیونه ماشومانو ته د پوليو ضد قطرو ورکولو هدف ټاکل شوې دې، چارواکو ويلي د خیبر پښتونخوا سویلي سیمې يې په خصوصي هدف دي چرته چې نوې پېښې موندل شوي۔ دې نه وړاندې هم روان کال دوه کمپاېنونه ترسره شوي چپکې په ميلنونو د پنځو کالو نه کم عمر ماشومانو ته د پوليو ضد قطرې ورکړل شوي دي۔