به‌روزرسانی دربارهٔ4 hours ago

د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په بیجینګ کښې د افغانستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي سره وکتل او د دوه اړخیزو او سیمه ایزو ګټو په اړه یې خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له مخې دواړو د مرستیال لومړي وزیر/بهرنیو چارو وزیر کابل ته وروستي سفر یاد کړ او په دوه اړخیزو اړیکو کښې یې مثبت پرمختګ، په شمول د ډیپلوماتیکو اړیکو، سوداګرۍ او ترانزیت اسانتیاو څخه هرکلی وکړ.

اعلامیه زیاتوي چی دوی موافقه وکړه چې د سوداګرۍ، ترانزیت، نښلولو او امنیت په برخو کښې د خپلو ګډو ګټو د پرمخ وړلو لپاره په ګډه کار وکړي.

دا لیدنه وروسته له هغه کیږي چې ډار بیجینګ ته د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کښې څو نورې ناستې هم درلودې. چی په هغه کښی له چینایي بهرنیو چارو وزیر وانګ یي سره لیدنه هم شامله وه.

دا سفر وروسته له هغه کیږي چې د هند او پاکستان ترمنځ اوربند وشو. پر څو ښارونو د هند د توغندیو او ډرون بریدونو وروسته پاکستان لږ تر لږه شپږ هندي الوتکې نسکورې کړې او په هند کښی یی دننه ۲۶ پوځي هدفونه ویشتلي وو.

Author

نور ولولئ