په خضدار بلوچستان کښې د چهارشنبې په ورځ پر یوه سکول بس بمي برید کښې لږ تر لږه څلور ماشومان مړه او ۳۵ نور ټپیان شول.
د خضدار مرستیال کمشنر یاسر اقبال دشتي پېښه تایید کړه او ویې ویل چې دا پېښه زیرو پواینټ ته نږدې شوې ده. نږدې روغتونونو کښې بیړنی حالت اعلان شوی دی.
پولیس او ایف سي ځواکونه سیمې ته رسیدلي او پلټنې یې پیل کړي دي. مرستیال کمشنر وویل چې دا برید ښايي ځانمرګی وي.
کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دا برید غندلی او د څلورو ماشومانو پر مړینه یې ژوره خواشیني او غم څرګند کړی دی. هغه د قربانیانو کورنیو ته هم خپله خواشیني څرګنده کړه.
نقوي په یوه بیان کښې وویل چې هغه ترهګر چې ماشومان په نښه کوي. د هیڅ ډول نرمۍ مستحق نه دي او دا برید یې په هیواد کښې د بې ثباتۍ رامنځته کولو هڅه وبلله.
