به‌روزرسانی دربارهٔ5 hours ago

د سرو زرو بیې په ځايي او نړيوالو بازارونو کښې د دوشنبې په ورځ نوي ريکارډونه مات کړل.

په پاکستان کښې د یو توله سرو زرو بیې په یوه ورځ کښې تر ټولو لوړه ګټه وکړه او ۸۱۰۰ روپۍ لوړې شوې.

د ټول پاکستان د قیمتي ډبرو او ګاڼو د سوداګرو ټولنې (APGJSA) په وینا دې ګټې د سرو زرو بیه ۳۵۷۸۰۰ روپیو ته ورسوله.

د لس ګرامو سرو زرو په بیه کښې هم ورته رجحان لیدل شوی او ۶۹۴۴ روپۍ لوړ شوی او ۳۰۶۷۵۵ روپیو ته رسېدلی دی.

په نړیوال بازار کښې د سرو زرو بیه ۶۹ ډالره لوړه شوه او په یوه اونس کښې ۳۳۹۵ ډالرو ته ورسېده. چې دا تر ټولو لوړه بیه ده.

کارپوهان وايي چې د سرو زرو بیه د نړیوالو سوداګریزو کړکیچونو له امله مخ په لوړېدو ده.

په همدې حال کښې د پاکستان په سټاک ایکسچینج کښې د اخستلو له امله د ۱۰۰ انډکس ۱۳۰۰ پوائنټه لوړ شو او ۱۱۸۶۲۷.۱۹ پوائنټونو ته ورسېد.

نور ولولئ